 | | | منصورشاهزاده په ناآشنا ښارکې دآهنګرۍ کارپيل اودخرڅلاولپاره يې تورې جوړولې. |
په پخوا زمانو کې يو پاچا د منصور شاه په نوم يو زوی درلود،چې د وزيرد زوی، سلطان سره يې ډېره نږدې انډيوالي درلودله. دمنصورله آهنګرۍ سره مينه وه او تل به يې د دربار دآهنګرانو دکار ننداره کوله، خو سلطان دهغه ددې کار سره مخالفت کاوه. يوه ورځ منصور او سلطان ښکار ته تللي وو، چې دراستنېدوپرمهال يوه کليوال پرښار ددښمن دبريد او دهغوی دپاچاهۍ دړنګېدو وويل. منصور او سلطان هم خپله لاره بدله کړه اويوه ناآشناښارته ورسېدل. پدې ښارکې هغوی ته هرڅه نوي وو. منصور او سلطان خپلې ليندۍ، غشي، تورې او ځيني نور شيان وپلورل او څو ورځې يې خپل ژوند پرمخ يووړ، خوډېر ژر يې پيسې ختمې شوې. سلطان ډېر خواشينی و، ځکه په هيڅ کار نه پوهېده،خو منصور هغه په ښار کې دآهنګرانو کوڅې ته بوتللو. هغه خپله ګوتمۍ خرڅه او په پيسو يې دآهنګرۍ يودکان جوړ اود تورې او غشو جوړول يې پيل کړل او په لږ وخت کې يې ډېرې پيسې ترلاسه کړې.  | | | منصور او سلطان په ناآشناښارکې خپلې ليندۍ، غشي، تورې او ځيني نور شيان وپلورل. |
يوه ورځ هغوی دخپل ښار له يوه اوسېدونکي سره مخ شول او دهغوی دپاچاهۍ دبېرته برحال کېدو يې خبر کړل. هلکان بېرته خپل ښار ته ستانه شول او اعلان يې وکړ، چې له پاچانه تر ګدا پورې هر سړی بايد لږ تر لږه يو، يوکسب زده کړي. |