 | | | سپين له ډېرزيار اوتمرين نه وروسته ګټونکی شواو پادشاه هغه خپل وزيروټاکه. |
يو وخت ديوه ډنډ ترغاړې ځنګله کې دتور، سپين او شين غاړي په نومونو دهيليوبچيو ژوند کاوه، چې د درې واړو لامبو وهل ډېرخوښېده او تل به يې يوځای لامبو وهله. د هيليو پاچابه په کال کې يوځل دلامبو وهلو سيالي جوړوله، هرچابه چی سيالي وګټله، ديوه کال لپاره به وزير ټاکل کېده. يوه ورځ جارچي دلامبود سيالۍ دورځې لپاره دنوم ليکلو اعلان وکړ. دځنګله ټولوهيليو خپل نومونه وليکل. سپين غوښتل، چې داځلې سيالي وګټي،ځکه تېرځل تور ګټلې وه، خوشين غاړي او تور پرې ملنډې وهلي، ځکه چې سمه لامبويې نه وه زده. سپين هغوی ته په ډاډ ويل، چې ددې ځل سيالي به هرو مروګټي،ځکه چې هغه يو راز پيدا کړی دی. له هغې ورځې وروسته به سپين هر ورځ له يوې زړې هيلۍ سره تللو. د سيالۍ ورځ راورسېده او د لامبو وهل پيل شول. په سيالۍ کې هرې هيلۍ هڅه کوله، چې ښه لامبوووهي او تر بلې مخکې شي.  | | | دهيلۍ تور او شين غاړی بچې دسپين سيالۍ وړلوته ګوته په غاښ شول. |
خوکله، چې سيالي پای ته ورسېده، جارچي سپين دسيالۍ وړونکی اعلان کړ. ټولې هيلۍ دهغه بري ته ګوته په غاښ شوې. تور او شين له سپين نه دهغه دبري راز وپوښت. سپين ورته وويل، چې هغه هره ورځ له زړې هيلۍ سره دلامبو وهلو دتمرين لپاره تللواو وروسته له ډېرزيارنه يې دا مقام ترلاسه کړ. |