BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:23 گرينويچ 2010 ,21 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: صندلي

صندلي
دسکرو دتازه کولوپرمهال ماشومانو ته ښايي، چې له اور نه ليرې و اوسي .
يووخت د عزيز او نوريې په نومونويوې خور او ورور د خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه. هغوی نوي له مهاجرت نه راستانه شوي وو او له صندلۍ سره بلدنه وو.

د ژمي يوه ورځ دعزيز او نوريې ډېر ساړه شوي وو، له مور نه يې وغوښتل، چې صندلي ورته ګرمه کړي.

موريې په منقل کې سکاره واچول، چې تازه شي او خپله په بل کار پسې ولاړه. نوريې سمدلاسه سکاره يوړل اودصندلۍ لاندې يې کېښودل.

هغوی دکوټې دروازه او کړکۍ هم کک وتړل او دواړوسرونه په بړستن کې دننه کړل، خوشېبه وروسته دواړوته دز ړه بدوالی پيداشو.

په دواړو سرونه وڅرخېدل ، له خبرو وغورځېدل او همداسې بې حاله په صندلۍ کې پرېوتول.

څوشېبې وروسته يې چې کله مور کوټې ته رادننه شوه، عزيز او نوريه يې دبې هوښۍ په حالت کې وموندل او ژريې کړکۍ او دروازه پرانيستله.

موريې هغوی ته دنارنج شربت تياراوه، چې پدې مهال دګاونډي مېرمن هم راغله. دعزيز مور ټوله پېښه هغې ته بيان کړه.

صندلي
نوريې اوعزيز په صندلۍ کې سرونه دننه کړي وو، چې څوشېبې وروسته بې حاله شول.

دګاونډي مېرمن وويل، چې دسکرو دتازه کولوپرمهال دې ماشومان له اور نه ليرې و اوسي .

کله چې سکاره ښه تازه شول، بيادې دصندلۍ لاندې کېښودل شي او سردې هيڅکله په بړستن کې نه دننه کوي.

داختر شپهد ژوند کيسې
د اختر شپه
زياراېستونکې هيلۍد ژوند کيسې
زياراېستونکې هيلۍ
غوره لوبغاړید ژوند کيسې
غوره لوبغاړی
نا اشنا ښارد ژوند کيسې
نا آشنا ښار
خوبوليد ژوند کيسې
خوبولي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>