 | | | خيالي ګل په لنډه موده کې دجادويي دسترخوان په مرسته دډېروشتوخاوندشو. |
کلونه پخوا دخيالي ګل په نوم يوهلک له خپلې بوډۍ مورسره ژوند کاوه ، چې خپل ژونديې له غره نه دلرګيوپه راوړلو اوبيا په بازارکې دهغوي له پلورلوپرمخ وړلو. دژمي په يوه سړه ورځ ډېره واوره و اورېده ،چې خيالي ګل ونشو کړای دڅو ورځولپاره غره ته ولاړ اوبيا لرګي په بازارکې وپلوري. هغوی په کورکې دخوړولپاره ان وچه ډوډۍ هم نه درلودله. دخپلې مورترڅنګ خواشينی کېناست، چې پدې وخت کې د ور ټک،ټک يې تر غوږشو. کله چې يې وربېرته کړ، هېڅوک يې تر سترګونشو. پدې وخت کې دبام له سره يوې خړکۍ مرغۍ دهغه دخواشينۍ وپوښتل. خيالي ګل دخوراکي توکودخلاصون وويل. مرغۍ هغه له ځان سره ملګری او له کلي ليرې يې يو کاڼی ورته وښوداو ترې ويې غوښتل، چې هغه مات کړي. کله چې خيالي ګل کاڼی مات کړ، دکاڼي په منځ کې يو دسترخوان و. هغه دمرغۍ په لارښوونه دسترخوان له ځان سره کورته يووړ. دخيالي ګل دوی به چې هرڅه ته زړه کېدل،په دسترخوان به حاضرېدل. خيالي ګل د مورپه مشوره د دسترخوان په مرسته په ښارکې يو هوټل جوړ کړ. خيالي ګل په لنډه موده کې ددسترخوان په مرسته دډېروشتوخاوندشو. يوه ورځ يو بوډا سوالګر له خيالي نه مرسته وغوښته خو هغه سوالګر بېنوا وشاړه.  | | | کله چې خيالي ګل له سوالګر سره مرسته ونکړه،بېرته خپل لومړي حالت ته وګرځېد. |
يو ناڅاپه آسمان وغورېد او په درنګ شېبه کې خيالي ګل بېرته خپل پخواني حالت ته راوګرځېد. پدې وخت کې خړه مرغۍ بيا راپيدا اوخيالي ګل ته يې وويل، چې که چېرې سپين ږيری سوالګربېنوا نه وای شړلی، بېرته دې داحالت نه غوره کاوه. |