 | | | ذبيح هم هوډ وکړ، چې له روغتون نه تررخصتېدو وروسته به له پاکواو روغتيايي اوبو ګټه اخلي. |
هاشم او ضمير دوو انډيوالانو وروسته له اوږده مهاجرت نه پخپل کې سره وليدل اودکلي دډنډ په لور روان شول. دلارې په اوږدوکې دهاشم سترګې دهغوی ديوه بل انډيوال، ذبيح دوی په کور ولګېدې، چې په جګړوکې وران شوی وو. پدې وخت کې ذبيح هم دهغوی خواته راورسېد او درې واړه په خوښۍ دډنډ خواته ولاړل. هغوی غوښتل دتوپ ډنډې لوبه وکړي. ذبيح تږې شوی و، غوښتل يې له ډنډ نه اوبه وڅښي خوضميرداوبو دچټلۍ له امله منع کړ. ذبيح يې خبرې ته ارزښت ورنکړ او دډنډ اوبه يې وڅښلې. هغوی ترلوبې وروسته خپلو کورونوته ولاړل. سباسهار کله چې ذبيح له خوب نه پاڅېد زړه بدي او نس ناستی ورته پيدا شوي وو. د ذبيح پلار هغه ډاکتر ته بوتللو. ډاکتر دهغه دناروغۍ لامل دناپاکواوبه څښل يادکړل .  | | | ذبيح تږی شوی و، دډنډ ناپاکه اوبه يې وڅښلې اوسخت ناروغ شو. |
ډاکتر ذبيح ته لارښوونه وکړه، چې د ويالو، سرپرانيستوڅاه ګانو اوډنډونو اوبه ونه څښي. ذبيح هم هوډ وکړ، چې کله جوړېدو اوله روغتون نه تررخصتېدو وروسته د ناپاکو پر ځای له پاکواو روغتيايي اوبو ګټه اخلي. |