 | | | انور دخوب تر لېدلو وروسته وران کړی واورين سړی له سره جوړ اوټول ورځنې خوښ شول. |
سلما او انور، خور او ورور، په يوه کلي کې دخپلودوستانو، ثريا او يعقوب سره تل يو ځای لوبې کولې . دژمي په يوه لمرينه ورځ هغوی ټولو دکلي په ميدانۍ کې واوره راټوله او واورين سړی يې ترې جوړ کړ. انور پرته له دې، چې له نورو سره مشوره وکړي، دزمري په جوړولو يې پيل وکړ. يعقوب دوی دزمري جوړول ستونزمن وګڼل. انور دهغوی خبره ونه منله. پدې مهال يوه سپينه کوتره دهغوی له سره تېره شوه. ثريا دوی دکوترې په جوړولوړ پيل وکړ. انور له ډېرې غوسې واورين سړی وران او سلمايې هم کور ته واستوله او خپله ولاړ، چی دکلي له نورو هلکانوسره لوبې وکړي. دکلي هلکانوهغه ته په لوبوکې ونډه ورنکړه، ځکه، چې تل به يې لوبه ګډوډوله. انور خواشينی کورته ولاړ . کله چی دشپې ويده شو، په خوب کې يې وليدل، چې هيچا په لوبوکې نه پرېښوده. پدې مهال له خوب نه راويښ اوپه منډه يې ځان ميدانۍ ته ورساوه.  | | | انور له ډېرې غوسې واورين سړی وران او خپله خور، سلمايې هم کور ته واستوله. |
هلته يې دهماغه وران واورين سړي په جوړولو پيل وکړ. سلما دانور په ليدو خوښه شوه، يعقوب او ثريا يې هم راغوښتل. هغوی ټولو په ګډه واورين سړي او واورينه کوتره جوړه او دخوښۍ سندرې يې وبللې. انور له ټولو بښنه وغوښته او هوډ يې وکړچې بيا په لوبوکې مخالفت نه کوي. |