BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:21 گرينويچ 2011 ,29 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دژوند کيسې: ‌طلايي کولپ

‌طلايي کولپ
فواد تر غښتلوب وروسته هوډ وکړ، چې له خپلو همزولو نه به کسات نه اخلي.
په يوه سمسور کلي کې درېيوماشومانو، فواد، نقيب اوشريفې ژوندکاوه، چې فوادپه ټولو کې کوچنی او کمزوری و.

دفواد همزولو به تل دلوبو پرمهال په هغه ملنډې وهلې. فواد به لوبې په نيمايي کې پرېښودې او بېرته به دکور په لور ولاړ.

له ورځو وروسته فوادپدې نيت، چې نوربه يې همزولي پرې ملنډې نه وهي، دلوبولپاره دهغوی خواته ورغی، خو ټولوبيا پرې ملنډې ووهلې.

فواد ديوې ونې لاندې خواشينې کېناست، چې يوناڅاپه يې سترګې په ونه کې په يوه طلايي رنګه کولپ ولګېدې ،ويې غوښتل، چې هغه واخلي.

پدې مهال کولپ په خبرو راغی او له فواد نه يې وغوښتل، چې خپله هيله ووايي. فواد د خپل ځان غښتلوب وغوښت.

کولپ وويل، چې دجادويي بڼ مېوې يې هيله پوره کولی شي. په درنګ شېبه کې کولپ پرانيستل شو، چې ترشا يې سترجادويي بڼ ترسترګوکېده.

فواد بڼ ته دننه شو او د راز، راز ميوو په خوړلو ډېر غښتلی اوپه غوسه له خپلو همزولو نه دکسات اخيستلو په موخه له بڼ څخه ووت.

طلايي کولپ
طلايي کولپ فواد ته وويل، چې دجادويي بڼ مېوې يې هيله پوره کولی شي.

نقيب او شريفې بيا په فواد ملنډې وهل پيل کړل، خو فوادله نقيب نه لرګی واخيست او هغوی ټول يې وځغلول. فوادبياهم يوازې پاتې شو.

هغه پخپلو کړنوډېرپښېمان و ، خپل همزولي يې دلوبولپاره راوبلل او له هغوی سره يې هوډ وکړ، چې تردې وروسته به هيڅکله له خپل غښتلوب نه دهمزولوپه ځورونه کې کار وانخلي.

د غلې په تمهد ژوند کيسې
دغلې په تمه
 پټه خنداد ژوند کيسې
پټه خندا
خيالي نړۍد ژوند کيسې
خيالي نړۍ
سپينه کوترهد ژوند کيسې
سپينه کوتره
کرکټد ژوند کيسې
کرکټ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>