 | | | بزګرله سفرنه وروسته ځمکه له اجارې خلاصه اوغنم يې پکې وکرل، چې ځمکه ډېره خوښه شوه. |
يو وخت يوه بزګر دغونډۍ په لمن کې يوه ټوټه ځمکه درلوده، چې هروخت به يې دهغې ساتنه او پالنه کوله، خوبزګرسفردرلود، چې له تګ نه مخکې يې ځمکه اجاره دار ته ورکړه. ځمکه داجاره دار له کښت نه ډېره خواشينې وه او هيله يې درلودله، چې بېرته يې خپل خاوند وکري. هغې به تل فريادکاوه. دڅنګ ځمکې دهغې د خواشينۍ او فرياد وپوښتل. ځمکې ورته پخپله سينه له راټوکيدلي فصل نه شکايت وکړ. ګاونډۍ ځمکې پرخپله سينه له شنوبوټوسرټکاوه، دهغې پرسينه دښکلوګلانوستاينه يې وکړه. ځمکې دهغې شنه بوټي دنېکبختۍ زېری او پخپله سينه راټوکيدلي ښکلي ګلان (کوکنار) وژونکي او دبدبختۍ راوړونکي وګڼل. پدې وخت کې دخلکو يوه ډله راغله اودځمکې ټول بوټي يې له بېخه وويستل. ځمکه ډېره خوښه شوه، چې له دې بد بوټي وژغورل شوه.  | | | ځمکې پرخپله سينه راټوکيدلي ښکلي ګلان دبدبختۍ لامل وګڼل. |
بزګر له سفر نه وروسته ځمکه له اجارې خلاصه کړه، خو دکرلپاره يې هيڅ تخم نه درلود. هغه هوډ درلود، چې ځمکه بېرته اجاره دار ته وسپاري. پدې مهال يوناڅابه زبير راغی اوپلار ته يې وويل، چې يو شمېرکسان هغوی ته دغنمو اصلاح شوی تخم ورکوي. بزګراصلاح شوی تخم ترلاسه او په ځمکه کې يې وشينده. ځمکې دغنمو په کښت د خوښۍ احساس وکړ، چې وروسته له ډېرې مودې يې هيله پوره شوه. |