 | | | سپي وروسته له جګړې ليوه وځغلاوه اوپخپل دې کارسره يې صابراو نثار له مرګ نه وژغورل. |
په پخوا زمانو کې په يوه کلي کې يوسوداګر له خپلې کورنۍ سره ژوندکاوه، چې دنثاراو صابرپه نومونو دوه زامن يې هم درلودل. سوداګر به له کلي نه پنبه، وړۍاو نورمالونه پېرودل اوښارته به يې دسوداګرۍ په موخه وړل. يو وخت سوداګر سخت ناروغ شو. دښار سوداګر دمالونودرسېدوپه تمه وو، خو سوداګرنشو کولای، چې هغوی ته مالونه ورسوي. دنثار مور دهغوی دپلار دنده نثار ته وسپارله ، چې صابرهم ورسره مل شو. هغوی مالونه په اوښ بار او له کلي ووتل. تريوڅه منزل وروسته يوه ځنګله ته له رسېدوسره سم يې له يوې کندې دسپي ځګيروي واورېدل اودپړي پواسطه يې هغه له کندې راوېست. هغوی سپي ته، چې ډېروږی و، ډوډۍ هم واچوله او بېرته يې حرکت وکړ. سپی هم په هغوی پسې روان شو، چې په يوه بل ځنګل کې پرې شپه شوه. هغوی خپله ډوډۍ ټوله سپي ته اچولې وه او په وږې نس ويده شول. نيمه شپه سپي سخته غپا پيل کړه. کله چې نثار او صابر له خوب نه راپاڅېدل، سپی يې له هغه ليوه سره په نښته کې وليد، چې غوښتل يې په نثاردوي بريد وکړي.  | | | په ځنګله کې صابراونثار دپړي پواسطه سپی له کندې راوېست اوخپله ډوډۍ يې هغه ته واچوله. |
سپي وروسته له ډېرې جګړې ليوه وځغلاوه اوپخپل دې کارسره يې صابراو نثار له مرګ نه وژغورل. نثاراوصابر سهار وختي دسپي په ملتيادسوداګرۍ مالونه ښارته ورسول اوخپله بېرته په خوښۍ کلي ته ستانه شول. |