 | | | ګلالۍ اوقسيم نيالګي دلارې پرسرکېنولي وو، چې وروسته ملک هغه بېرته وايستل. |
حميدهغه هلک و، چې په يوه کلي کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده. يوه ورځ دلوبو لپاره له کورنه ووت، چې دخلکو ګڼې ګوڼې يې پاملرنه يې ځانته ورواړوله. کله، چې نېږدې ورغی، هلته يې خپل يو انډيوال ، قسيم دهغه له خور ، ګلالۍ سره وليداو دګڼې ګوڼې په اړه يې ترې وپوښتل. قسيم دکلي دملک لخوا د کرلولپاره دنيالګيواوقلمو د راوړلو وويل. حميد داکار دکلي دملک وګاڼه، قسيم او ګلالۍ يې دلوبولپاره راوبلل. هغوی له لوبوانکار وکړ، له ملک نه يې قلمې اونيالګي واخيستل او دلارې پرسر يې کېنول. په بله ورځ يې په سطل کې اوبه يوړې، چې خپلو نيالګيوته ورکړي، خو ټاکلي ځای ته په رسېدو يې نيالګي او قلمې ترسترګو نشوې. قسيم او ګلالۍ ډېر خواشيني شول، چې پدې مهال حميد هم راغی او دهغوی د خوا شينۍ لامل يې ترې وپوښت. هغوی ورته په ټاکلي ځای کې دقلمواونيالګيو دنشتوالي وويل. حميدبل لوري ته دهغوی دپام اړولو په پلمه لوبې پيل کړې. ګلالۍ خپلو نيالګيوپسې ژړل. حميد ملک پسې ولاړ، نورنيالګي او قلمې يې ترې وغوښتلې.  | | | ګلالۍ او قسيم هوډ وکړ، چې دخپلوکېنول شوونيالګيوپالنه او ساتنه به کوي |
ملک له هغه سره يوځای راغی او ورته يې وويل ، چې هغه قلمې اونيالګي ده ايستلي دي، ځکه، چې دلارې پرسريې کېنولي وو. ملک ګلالۍ او حميدته نورنيالګي ورکړل، چې په بل ځای کې يې کېنوي. هغوي ټول خوښ شول او هوډ يې وکړ، چې خپلونيالګيوته به وخت پروخت اوبه ورکوي. |