 | | | نادر فهيم او نجيب ته دګندنې دپېرکيوپر ځای هګۍ پخې کړې وې. |
نادر، نجيب او فهيم هغه درې انډيوالان اوټولګيوال وو،چې په يوه کلي کې اوسېدل اوپه فارغ وخت کې به يې يوځای لوبې کولې. يوه ورځ د خوندورو خوړو په هکله سره غږېدل، چې دنجيب ښوروا،د فهيم لوبيا او دنادردګندنې پېرکي خوښېدل. نادرله هغوی سره هوډ وکړ، چې دګندنې پېرکي به ورته پخوي.نادر له خپلې مورنه دپېرکيودپخولو غوښتنه وکړه. خوپه هغه ورځ باران و او ګندنه ونه موندل شوه. نجيب او فهيم دنادر دوی کورته ورغلل. نادر ورته ټوله کيسه وکړه اوهګۍ يې ور ته پخې کړې. نجيب خواشينی او هګۍ يې ونه خوړې. هغه په بله ورځ ټول خپل کورته د ښوروا لپاره وبلل. دنجيب دوی په ښورواکې مالګه ډېره شوې وه او دخوړول وړ نه وه.غرمه مهال نادر او فهيم دنجيب دوی کورته راغلل.  | | | نادر، فهيم او نجيب هغه درې انډيوالان وو، چې په يوه ټولګي کې هم وو. |
هغوی سره له دې، چې دښوروا دمالګې په ډېروالي پوه شول، خو هغه يې په ډېر خوند وخوړه ا ودپخلي ستاينه يې هم وکړه. نجيب دښوروا دمزې ترڅکلو وروسته له نادرنه بښنه وغوښته، چې بې ځايه دهګۍ په پخولو له هغه نه خواشينی شوی و. |