BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:33 گرينويچ 2011 ,19 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: دنوي کال مېله

دنوي کال مېله
دنوي کال په ورځ دآصفې دنانځکې واده و، خو نانځکه يې کوچني ورور سوځولې وه.
زرغونه،ګلالۍ او آصفه هغه درې خورلڼې وې، چې تل به يې يوځای لوبې کولې. يوه ورځ ترلوبو وروسته آصفه او ګلالۍ ديوې ونې لاندې کېناستلې.

هغوی دنوي کال لپاره دمېلې په هکله خبرې کولې. ګلالۍ وړانديزوکړ، چې دنوي کال په ورځ دآصفې دنانځکې واده جوړ کړي.

آصفې په ډېرې خوښۍ ومنله، خو داچې نانځکې يې دواده لپاره شين کميس نه درلود خواشينې وه.

پدې مهال زرغونه له خپلې نانځکې سره راغله. آصفه کورته روانه شوه، ځکه ګمان يې وکړ، چې زرغونې خپله نانځکه دناوېتوب لپاره راوړې وه.

دزرغونې په راتلوآصفه په بېړه کورته ولاړه. زرغونې ګلالۍ ته دنانځکې هغه کميسونه وروښودل، چې موريې ورته جوړکړي وو.

پدې کميسونوکې يو شين کميس هم پکې و.ګلالې ورته دنوي کال په ورځ دآصفې دنانځکې دواده وويل.

هغې له زرغونې وغوښتل، چې شين کميس دې دآصفې نانځکې ته ورکړي. زرغوني ومنله او دواړه دآصفې دوی کره ولاړې.

آصفه يې ددې لپاره په ژړا ولېده، چې نانځکه يې کوچني ورور سوځولې وه. آصفې زرغونه هم له کورنه وشړله.

ګلالۍ ورته وويل، چې آصفې خپله نانځکه ورته راوړې وه، چې دې ته يې ورکړي. زرغونه له خپلوکړنوډېروپښېمانه شوه.

دنوي کال مېله
زرغونې خپله نانځکه، چې شين کميس يې درلود آصفې ته ډالۍ کړه.

پدې وخت کې دانګړور بېرته اوزرغونه له خپلې نانځکې سره، چې شنې جامې يې وراغوستې وې راغله او نانځکه يې آصفې ته ډالۍ کړه.

آصفې هم له هغې بښنه وغوښتله اوټولو خورلڼودنوي کال لومړۍ ورځ دنانځکې د واده په مېلو او سندرو ونمانځله.

د اوبو په لټهد ژوند کيسې
د اوبو په لټه
پښېمانه حيدرد ژوند کيسې
پښېمانه حيدر
خوندور خواړهد ژوند کيسي
خوندور خواړه
دنيالګيو کرلد ژوند کيسې
دنيالګيو کرل
قيچي کولد ژوند کيسې
قيچي کول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>