 | | | کارګه دفريبا پرمخ دجادويي بڼ ور ددې لپاره پرانيست،چې سفرته يې تياری درلود. |
فريبا، ياسمين ،خليل اوعبيدهغه دوستان وو، چې په يوه کلي کې اوسېدل او يو ځای به يې لوبې کولې. يوه ورځ هغوی دپټ پټوني لوبه پيل کړه. د لوبې پرمهال خليل هغوی ته پخپل کلي کې دداسې يوه ښکلي بڼ لېدوته بوتلل، چې پخوايې کله نه و ليدلی. دبڼ شاوخوا اوسپنيزوکټارو او ددروازې غټ کولپ بڼ ته دهغوی دننوتلو لار تړلې وه او حيران وو، چې څه وکړي. پدې مهال دبڼ پردېوال يوه ناست کارګه بڼ جادويي اوخپل ځان دبڼ واکمن وباله. ماشومانو ترې بڼ دننوتلواجازه وغوښتله. کارګه وويل، چې ددې کارلپاره بايدڅلورفصله انتظاروکړي. ماشومانويوکال ډېرزيات وخت وباله. کارغه وويل، چې هغوی کولی شي څلورفصله په څلوروګامونوپوره او له دروازې تېر شي. کارګه ورته يوه ورځ وخت ورکړ. عبيد،خليل اوياسمين دا کار آسان وباله، خوفرېباله خپل نېکه نه دسفرپه تياري کې مرسته وغوښتله. په سباهغوی ټاکلي ځای ته ورسېدل.  | | | دبڼ شاوخوا اوسپنيزوکټارو او ددروازې غټ کولپ بڼ دننوتلو لار تړلې وه. |
عبيدپه لومړي ګام له سختې ګرمۍ سره مخ اوبېرته په شا ولاړ. ياسمين او خليل هم خپله هڅه وکړه، خو بری يې ونه موند. کله چې د فريبا وار ورسېد، هغې له ځان سره دسفرهرډول وسايل راوړي وو، چې په ډېرې آسانۍ له هغه ځايه تېره شوه. کارګه سفرته دهغې دتياري دستايلوترڅنګ، دبڼ دروازه پرانيستله ، دهرراز ميوو دخوړلو اولوبواجازه يې ورته ورکړه. |