 | | | ګېدړې دسورخالي اوتورخالي دخوړلوپلان درلود، چې سپينه کوتره دسپي سره راوسېدله. |
ديوه غره په لمنه کې يوې سپينې کوترې له خپلودووبچو، سورخالي اوتورخالي سره ژوندکاوه. کله به، چې سپينه کوتره په دانې پسې تلله ، بچيوته به يې ويل، چې له ناپېژندويه کسانوسره به نه ځي. يوه ورځ د سورخالى په کورکې زړه په تنګ او دتورخالي له خبرولو پرته له کورنه ووت، چې دبېرته راتګ پرمهال دکورلارترې ورکه اوپه ژړا شو. پدې مهال يې سترګې پريوې ګېدړې ولګېدې اوهغې په کورکې دتورخالي ديوازيتوب وويل اوکورته دبېرته رسولوپه کارکې يې ترې مرسته وغوښتله. ګېدړه خوښه شوه، چې دکوترې جوړه بچي به خپلو بچوته دخوړلو لپاره يوسي. په همدې هيله يې سورخالی دهغوی کورته ورساوه. سورخالي ګېدړه تورخالي ته ور وپېژندله، چې له ده سره يې مرسته کړې وه. ګېدړې ورته وويل، چې هغه به يې سپينې کوترې ته ورسوي. سورخالي يې خبره ومنله، خوتورخالي ويل، چې دمورله اجازې پرته بايد ولاړنشي، خو د ګېدړې او سور خالي په ټينګار له ګېدړې سره ولاړ.  | | | ګېدړې په چالاکۍ سره دسپينې کوترې دواړه بچي له ځان بوتلل، چې ويې خوري. |
د لارې په اوږدوکې يوې ملاقې کوترې له ګېدړې سره له تګ نه منع کړل خوهغوی يې خبره ونه منله. ګېدړې خپلوبچوته بوتلل،چې لوبې ورسره وکړي. سورخالي او تورخالي په ژړا پيل وکړاو له ګېدړې يې وغوښتل،آزاد يې کړي، خوګېدړې يې دخوړلو پلان درلود. ملاقي کوترې سپينه کوتره خبره کړه، چې له سپي سره يوځای راغله او هغوی يې دګېدړې له منګولو وژغورل. سورخالي او تورخالي هوډ وکړ، چې نوربه هيڅکله دمورله اجازې پرته له کورڅخه نه وځي. |