 | | | عمران دخپلوپښوملګري وپېژندل، چې بوټان اوهوډيې وکړ، چې نوربه لوڅې پښې نه ګرځي. |
عمران،کامله او بهير هغه درې دوستان وو، چې تل به يوځای ګرځېدل. هغوی يوه ورځ د دکلي په ميدانۍ کې دځغاستې لوبه کوله. لومړی عمران خپل بوټونه وايستل اوځغاسته يې پيل کړه، چې ترلږ ځنډ وروسته يې په پښه کې اغزی ولاړاودلوبې ترپرېښودلو وروسته کورته ولاړ.. په راتلونکې ورځ هغوی دفټبال لوبه پيل کړه، چې عمران بيا هم لوبې ته خپل بوټونه واېستل. لږ شېبه وروسته دعمران پښه په ډبره له لګېدلوله امله سخته ژوبله او په ژړا کورته ولاړ. کله چې دشپې ويده شو، په خوب کې يې خپله پښه وليدله، چې ژړل يې او دخپلې ژړا دځان ټپي کېدل وګڼل. عمران ترې دهغه دټپ دحل لاروپوښتله. پښې ورته وويل، چې لومړی دې ټپ په تړمو اوبو اوصابون ومينځي. پښې ترې وغوښتل، چې دپښوملګري دې هيڅ وخت نه ليرې کوي. پدې مهال عمران له خوب نه راوېښ شو، خو دپښو ملګري يې ونه پېژندل. عمران خپلې خور، ملالۍ ته دخپل خوب وويل اوله هغې نه يې تړمې اوبه او صابون وغوښت.  | | | عمران لوڅې پښې فټبال کاوه، چې پښه يې په ډبره ژوبل او له لوبوپاتې شو. |
ملالۍ ورته اوبه او صابون راوړل او عمران ته يې وويل، چې بوټونه يې په لار کې پراته وو. عمران پوه شو، چې دهغه دپښو ملګري او ساتونکي دهغه بوټان وو او هوډيې وکړ، چې نوربه هيڅکله لوڅې پښې لوبې ونکړي. |