BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:07 گرينويچ 2011 ,23 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې : د مريوجادو

دمريو جادو
ښاپېرۍ دکلي نورو نجونوته هم دمريواوبدل ورزده کړل.
جمعه ګل او ښاپېرۍ هغه خور و رور وو، چې په يوه کلي کې اوسېدل. ښاپېرۍ به له مريونه ډول، ډول شيان جوړول او جمعه ګل به په بازارکې په ګلميرپلورل.

له څه مودې وروسته ګلمير پدې بانه، چې له مريوجوړ شيان يې ښه نه وو اوبدل شوي، په کمه بيه پېرودل.

جمعه ګل دخپلوجنسودټيټې بيې خبره له ښاپېرۍ سره شريکه کړه اوترڅنګ يې هغې ته وويل، چې دګلميردکان جادويي شوی دی.

جمعه ګل له ښاپېرۍ وغوښتل، چې دګلميردکان ته ورسره ولاړه اوله هغه وغواړي، چې دی ورسره په کار وګماري.

ښاپېرۍ دګلميردکان ته په تګ سره خپل له مريوجوړشوي شيان ولېدل، چې لوړې بيې پرې کښل شوې وې.

ښاپېرۍ کورته په بېرته راتګ سره جمعه ګل ته دخپلولاسي کارونودپلورپه موخه دکان جوړ کړ.

له هغې وروسته هيچا دګلميرله دکان نه دجنس اخيستلوته زړه نه ښه کاوه. ګلميرله جمعه ګل نه وغوښتل، چې ده ته هم يوه اندازه جنس ورکړي.

دمريوجادو
ښاپېرۍ جمعه ګل ته د خپلو مريو نه دجوړو شويوشيانود پلور لپاره دکان جوړکړ.

جمعه ګل نه منله، خو ښاپېرۍ وويل، چې هغې دکلي نجونوته هم مريواوبدل ورزده کړي، چې کيدای شي ددواړو دکانونه پرې وچليږي.

پدې توګه ګلمير په خپل کار پښېماني څرګنده او تر دې وروسته يې له هغوی نه دمريو اوبدل شوي شيان په مناسبه بيه پېرودل اوله خرڅلاونه يې هم ښه ګټه ترلاسه کوله.

دکيلي په لټهد ژوند کيسې
دکيلي په لټه
دکوترى بچىد ژوند کيسې
دکوترى بچى
 دپښو ملګريدژوند کيسي
دپښو ملګري
هيلهد ژوند کيسې
هيله
دنوي کال مېله د ژوندکيسې
دنوي کال مېله
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>