 | | | کله چې ماشومانودخپلولوبوميداني پاکه کړه، خاورين ديوپه چيغوچيغووتښتېد. |
يو وخت په يوه ګڼ مېشت کلي کې دفخرالدين او سلطانې په نومونويوه ورور او خور ژوند کاوه، چې ددې کلي اوسېدونکي به په راز، راز ناروغيوپه ځانګړې توګه په زکام ډېر اخته کېدل. يوه ورځ سلطانه او فخرالدين دکلي ميدانۍ ته ووتل. هغوی ته يې مور ويلې وو، چې په خاورو او دوړوکې لوبې ونکړي. فخرالدين دهغو هلکانوخواته ورغی، چې فټبال يې کاوه، خو دسلطانې ته دمورنصيحت په ياد اوديوې لاندې کېناستله. دلوبوپرمهال دهلکانوله پښو دخاورين ديوپه څېر دوړې پورته او ټول يې وپرنجول. سلطانې فخرالدين ته هم خاورين ديو وروښود اودپرنجي دلامل دپيداکولو په لټه کې شول. فخرالدين دوی وليدل، چې خاورين ديو دجلال خولې ، پزې او سترګوته ننوت ، چې هغه هم په پرنجي پيل وکړ. فخرالدين ددې حالت په لېدلو دهلکانوپام خاورين ته ورواړاوه ، چې دلوبوپه ميدان کې هرې خواته ځغلېده اوټول له هغه نه دژغورنې په لټه کې شول.  | | | فخرالدين دخپلې مورخبره هېره اودفټبال لوبې ته ورغی خوسلطانه ديوې ونې لاندې کېناستله. |
هغوی نه پوهېدل،چې څرنګه له ديونه ځانونه وژغوري. سلطانې مشوره ورکړه، چې لومړی بايد دخپلو لوبو ميدان پاک وساتي. ماشومانو دخپلو مشرانوپه مرسته دلوبوميداني پاکه اوله لوبو پخوايې هغه اوپاشي کوله. پدې توګه خاورين ديو په چيغو، چيغو وتښتېد اوپدې ډول يې دنارغيو دخپرېدو مخه ونيوله. |