 | | | دسلما دوی هم زړه په فرشتې وسوځېد، هغه يې وبښله او ټولوبيا په ګده لوبې پيل کړې. |
و نه و په يوه کلي کې د سلما، ذکيې او فرشتې په نومونو څو خورلڼو ګډ ژوند ، چې يوځا به ښوونځي ته تللې اوتر هغې وروسته به يې يوځای لوښي مينځل. فرشتې ګمان کاوه،چې دذکيې او سلما ترمنځ ډېره مينه ده، خوله دې سره دومره ملګرتيا نه پالي. فرشتې وغوښتل، چې هغوی پخپلوکې خپه کړي. يوه ورځ، چې د ذکيې دوی کره مېلمانه راغلي وو، دواړه په سوداپسې دکان ته روانې شوې. په لارکې فرشتې ترلېدلو وروسته لوبو کولوته يې اړکړلې. شېبه وروسته دذکيې خپلو پيسوته پام شو، چې په جېب کې يې نه وې. هغې له سلمادوی وپوښتل، خو فرشتې ورته وويل، چې سلماغله ده،دهغوی کاسه يې هم غلاکړې وه، کيدای شي ددې پيسې يې هم غلاکړې وي. ذکيې يې هم په خبروباور وکړ، چې سلماترې خپه اوپه ژړا کورته ولاړه. بله ورځ فرشتې خپلې يوې بلې خورلڼې ته دسلمااوذکيې دجنګ کيسه وکړه. هغې وويل، چې دلوبوپرمهال دذکيې له جېب نه پيسې وغورځېدې او دې واخيستې خو دغلا تور يې په سلماولګاوه، څويې له دې سره مينه پيداشي.  | | | فرشتې وويل، چې سلماغله ده، کيدای شي دذکيې پيسې يې هم غلا کړې وي. |
پدې مهال ذکيه راغله اودفرشتې ټولې خبرې يې واورېدې او ذکيې ته يې سخته غوسه وکړه. ذکيې سلما ته له خپلې بې ګناهۍ وويل او له هغې يې بښنه وغوښتله. ذکيې او سلماهوډ وکړ، چې نوربه هيڅکله له فرشتې سره لوبې ونکړي. فرشته ډېره خواشينې او په ژړا يې پيل وکړاو پخپلوکړو يې پښېماني وښودله. دسلما دوی هم زړه پرې وسوځېداو ټولوبيا په ګده لوبې پيل کړې. |