 | | | پوليسواسد دمخدره توکودقاچاقاقوپه تور ونيو اوزندان ته واستاوه. |
اسد او نجيب هغه دوه انډيوالان وو، چې له کار سره يې ډېره مينه وه. دغنم لو وخت رارسېدلی و، نجيب دګاونډي دغنمو دلو لپاره روان و، چې مزد يې هم ورکاوه. نجيب له له اسد نه هم وغوښتل، چې لو ته ورسره ولاړ شي، خو اسد دمخدره توکوله قاچاقبرانو سره دخپل کاروبار وويل. څو ورځې وروسته، پداسې مهال، چې نجيب دغنموپه لو بوخت و، اسد يې څنګ ته ورغی. هغه نجيب ته وويل، چې پر ده يې زړه بديږي، چې ټوله ورځ کار کوي، خو دورځې په پای کې ډېرې لږې پيسې ترلاسه کوي. له نجيب نه يې وغوښتل، چې په کاروبارکې ورسره شريک شي، څودډېروشتو خاوندشي. اسد خپل کارله وياړه ډک اودمخدره توکوقاچاق له خطرناک وښود او زياته يې کړه، چې بې زحمته راحت نشته. نجيب ډېره هڅه وکړه، چې اسددمخدره توکودقاچاق له کاروبار نه منع کړي، خوهغه يې خبروته ارزښت نه ورکاوه. يوه ورځ، چې اسد پخپل کور کې و، دپوليسو يوه ډله دمخدره توکودکاروباريانو دنيولو په موخه کلي ته راغله.  | | | نجيب هڅه وکړه، چې اسد دمخدره توکوله کاروبارنه منع اودغنمو لوته يې تشويق کړي. |
پوليسواسد دمخدره توکودقاچاقچاقوپه تور ونيو اوزندان ته واستاوه. کله چې نجيب خبر شو، داسدله مور سره دنجيب دليدولپاره بنديخانې ته ولاړ. هلته يې اسدپه ډېربد حالت کې وليد، چې ژړل اوپرېکړه يې وکړه، له بنديخانې تر خلاصېدو وروسته بياداسې کار ونکړي، چې هم ده اوهم يې نوروته خطرته متوجه وي. |