 | | | سورلنډي اوليوه پدې شرط ګيدړه له کندې راواېستله چې بياله چاسره غلطي ونکړي. |
په يوه ځنګله کې سورلنډي، ليوه او ګيدړې ژوندکاوه. يوه ورځ په ښکارپسې له کورنه ووتل اودځنګله يوې ليرې برخې ته ورسېدل اوهلته يې يوڅه خواړه پيدا کړل. ګيدړې هغه خواړه کم وګڼل، په چالاکۍ يې سورلنډی او ليوه په نورو خوړو پسې واستول اوخپله دخوړودساتنې په بانه پاتې شوه. مکارې ګيدړې هغه خواړه خپلوبچوته ورسول اوخپله يې په بيړه ځان بېرته راورساوه او په ژړا يې پيل وکړ. کله چې سورلنډی اوليوه راغی ګيدړې ورته وويل، چې دزمري بچيانوترې خواړه يوړل. ټول خواشيني دکورپه لور روان شول. دلارې په اوږدو کې يې دګيدړې دپښوپلونه وليدل او پوه شول، چې غلاګيدړې کړېده.بله ورځ ګيدړې دلارې په اوږدوکې کنده واېستله اوپه خسويې وپوښله. له ښکارنه دراتلو پرمهال ګيدړه شاته ، سورلنډی او ليوه يې مخکې کړل، چې دواړه په ياده کنده کې پرېوتل.  | | | مکارې ګيدړې به تل دسورلنډي اوليوه له خوړوڅخه دخپلوبچولپاره غلاکول. |
ګيدړې د رسۍد راوړلوپه بانه هغه خواړه هم خپلو بچوته يوړل اوبيا يې رسۍ راوړه، ليوه او سورلنډۍ يې له کندې نه را واېستل. ګيدړې بيا دخوړودورک کېدو وويل. هغوی دګيدړې په چالاکۍ پوه شول. بله ورځ ګيدړه دسپي له وېرې په هماغه کنده کې پرېوتله. سورلنډي اوليوه هغه پدې شرط له کندې راواېستله، چې وروسته ترهغې به له چا سره دروغ او چالاکي نه کوي. |