BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:06 گرينويچ 2011 ,24 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې : دمنډوسيالي

 دمنډوسيالي
رستم په بې پروايۍ په سړک منډې وهلې ، چې موټر وواهه او خبره يې روغتون ته ورسېده.
رستم او ثرياهغه خور او ورور وو، چې له خپلې مور سره اوسېدل، يوه ورځ هغوی دواړه يې مورپه سودا پسې واستول، چې بازار له کورنه يوڅه ليرې و.

رستم بازار ته په تلو خوښ نه و، ځکه له نسيم سره يې دمنډو دسيالۍ لپاره تياری نيوه. دلارې په اوږدوکې يې له ثرياوغوښتل، چې ورسره منډې ووهي.

ثريا دلارې دخرابوالي له امله منډوته زړه ښه نکړ، رستم خپل مخ دثرياپه لورکړاو دشا په لور منډې وهل يې پيل کړل.

څوقدمه لا نه و تللی، چې له يوه غوايي سره له ټکرنه ثريا وژغوره. څوشېبې وروسته دواړه بازارته ورسېدل.

رستم پرته له دې، چې دسړک دواړو خواووته وګوري،هماغه شان په منډوله سړک نه تېرېده، چې يوه موټر وواهه اوپښه يې ورماته کړه.

درستم دوی يوه ګاونډي پېښه وليده اوهغه يې په بيړه روغتون ته ورساوه، چې ډاکترانويې پښه پلسترکړه.

درستم مور دثريااو رستم د ځنډله امله ډېره وارخطاشوه، غوښتل يې، په هغوی پسې بازارته ولاړه شي، چې پدې مهال يې ګاونډي رستم په شا راوړ.

 دمنډوسيالي
ثريادلارې دخرابۍ له امله منډوته زړه ښه نکړ، خورستم دشا په لوري منډې پيل کړې.

درستم مورپه ژړا پيل وکړ. ثريا هغې ته درستم ټوله کيسه وکړه. څو ورځې و وروسته، چې پښه يې يوڅه ښه شوې وه، رستم دکلي دميدانۍ په لور ولاړ.

هلته يې خپل انډيوالان وليدل، چې دځغاستې لوبې يې کولې. رستم په لوبه کې دګډون دنه کولو له امله ډېرخواشينی شو.

هغه پخپلو کړنوډېرپښېمانه و او له ځان سره يې هوډ وکړ، چې په راتلونکې کې به له سړک نه دتېرېدوپرمهال له ډېراحتياط نه کار اخلي.

مکاره ګيدړهد ژوندکيسې
مکاره ګيدړه
مهربانه بيزود ژوند کيسې
مهربانه بيزو
نانځکه خانديد ژوند کيسې
نانځکه خاندي
ګنج يا رنجد ژوندکيسې
ګنج يا رنج
تود لمرد ژوندکيسي
تودلمر
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>