 | | | پوليس دماشوم تښتوونکو په نيولوبريالي، اسد اوصادقه يې دهغوی له منګولو وژغورل. |
په يوه کلي کې داسداوصادقې په نومونويوی خور او ورور ژوند کاوه، چې ديوه هم دخپل پلار او کلي نوم نه و زده. د صادقې دوی پلار هغوی ليري ځايی ته له تګ نه منع کړي وو. يوه ورځ اسد وغوښتل، چې دلوبو لپاره يوه ليري ځای ته ولاړ شي، خو صادقې دپلار خبره ورياده کړه، اسد يې خبره ونه منله او هغه يې له ځان سره روانه کړه. هغوي دواړو په لار دپټ پټوني لوبه کوله، چې دڅو ناپېژاندو کسانوسره مخ او هغوی ته يې دخوړولپاره کيک ورکړ. اسدکيک وخوړ اوڅوشېبې وروسته بې هوښه شو، خوصادقې کيک پټ اوخپل ځان يې بې هوښه وښود. ناپېژاندو هغوي په خپل موټر کې واچول او حرکت يې وکړ، چې ترلږځنډ وروسته پوليسو يوې پوستې دتالاشۍ لپاره ودرول. پوليسودماشومانوپه اړه وپوښتل. ناپېژندويه کسانو هغوی خپل ناروغ ماشومان وښودل. پدې مهال صادقې دسترګوپه اشاره پوليس پوه کړل، چې داخلک ددوی خپلوان نه بلکې ماشوم تښتوونکي دي.  | | | ناپېژاندوکسانو اسدته کيک ورکړ، چې په خوړويې بې هوښه شو. |
پوليس د ماشوم تښتوونکو په نيولو بريالي او دواړه خور او ورور يې دهغوي له منګولو وژغورل. پوليسو له اسد اوصادقې نه دهغوی دکلي پته او دپلار دنوم وپوښتل، خو هغويی په هيڅ نه پوهېدل. داچې هغوی ته به تر دې وروسته څه ورپېښ شي، دهمدې کيسې په دويمه برخه کې به پرې پوه شئ. |