 | | | دنثارپلار له نثار سره ژمنه وکړ، چې وروسته تردې به يې ددرس پرمهال کارته نه بيايي.. |
نثار ديوه خټګر زوی و، چې په يوه کلي کې يې دخپلې کورنۍ سره يوځای ژوندکاوه اودکريم په نامه يې انډيوال هم درلود،چې دواړوپه يوه ټولګي کې زده کړې کولې. يوه ورځ يې پلار نثار ته دخپل ناوړه اقتصادي حالت وويل اودآزموينې په ورځوکې يې هغه له ځان سره کارکولو ته اړ کړ. کله، چې کريم دنثار له ستونزې خبر شو، دهغه خبره يې له خپل ښوونکي سره شريکه کړه. ښوونکی هم ونه توانيدنثارپلارته قناعت ورکړي. نثاربه تر ښوونځي وروسته له پلار سره کارکاوه اوشپې پرته له دې چې درس ووايي، ستړی ستومانه به ويده شو. يو ورځ، چې نثار له خپل پلار سره په کاربوخت و، کريم په وارخطايۍ راغی او په آزموينه کې يې دنثاردناکامۍ خبر راوړ. نثار په ژړا پيل وکړ، چې پلار يې دهغه په رټلوپيل وکړ، چې ولې يې دشپې لخوا خپل درسونه نه ويل.  | | | نثار په آزموينه کې ونشوکولای خپل سوالونه په سمه توګه حل کړي. |
نثاراو کريم ورته وويل، چې دشپې لخوابه چې له کارنه ستړی ستومانه راغی خوب به پرې زورکيده او درس يې نشو ويلای، چې په پايله کې يې ناکام شو. دنثار پلار خپله تېروتنه ومنله او هوډ يې وکړ، چې وروسته تردې به نثار خپلوسبقونوته پرېږدي، چې په راتلونکې کې چاته اړ نه اوسي. |