 | | | ګلنارې ته يې ورور، فتح ډېرګران و، خو فتح به هغه هروخت وهله. |
ګلنار او فتح هغه خور او ورور وو، چې ګلنار ته يې ورور ډېرګران خوفتح تل به هغه وهله. يوه ورځ يې مور دواړه بڼ په ترکارۍ پسې واستول. ګلنارې دترکارۍ په ټولوپيل وکړاو فتح نه يې هم وغوښتل، چې ورسره مرسته وکړي، خو فتح هغې ته په غوسه اوپه لينده يې دمرغيوپه ويشتلو پيل وکړ. ګلنار فتح دمرغيو له ويشتلو منع کړ، خوهغه يې خبره ونه منله، چې يوناڅاپه يې کاڼې په څانګه ولګېداو مرغۍ والوتې. فتح پدې کارګلناره ووهله. ګلنارې مور ته شکايت وکړ، چې هغې فتح ملامت او ګلناره يې آرامتيا ته راوبلله. بله ورځ مور يې فتح ته دپسونواو وريوداوبو ورکولو وويل. فتح خپله له ګنارې وغوښتل، چې دهغه کار سرته ورسوي، خو ګلنارې يې خبره ونه منله. فتح هغه ټېل وهله، چې سريې په تيږه ولګېداومات شو. ګلنارې ته يې مور سر وتاړه خو فتح ډېر خواشينی او وېرېدلی و، چې پلار يې خبر نشي. کله چې پلار دپېښې وپوښتل، ګلنارې هغه خپله بې پروايي وګڼله. بله ورځ فتح بيا په بڼ کې مرغۍ ويشتلې، چې ګلناره راغله او مرغۍ يې والوځولې. هغه وېرېدلې، وه چې وروربه يې بيا ووهي.  | | | فتح به تل په ليندۍ باندې مرغې ويشتلې خوګلنارې هغه له دې کارڅخه منع کاوه. |
فتح ترې دهغې ددې کار لامل وپوښت، ګلنارې هغه ته هغه مرغۍ وښوده، چې په ځاله کې يې خپلوبچوته په خولوه کې دانه ورکوله. فتح د صحنې په ليدو په خپلو کړو ډېرپښېمانه او له ګلنارې يې بښنه وغوښتله او ژمنه يې وکړه، چې نوربه هيڅکله بې ګناه مرغۍ نه ولولي. |