 | | | پړانګ، چې دهوسۍ په ښکار پسې راوتلی و، دښکاريانوپه جال کې کښېوت |
په يو ه ښکلي ځنګل کې يو سپين يږ له يوه پړانګ سره ملګرتيا وه، چې تل به يوځای ګرځېدل. يوه ورځ دواړه دخوړودپيداکولوپه نيت ووتل. په يوه ونه کې يږ دشاتودمچيو ځاله وليدله او هڅه يې وکړه، چې هغې ونې ته پورته شي، خوله ونې راپرېوت، پښه يې سخته ژوبله اوبې هوښه شو. پړانګ يږ دبې هوښۍ په حالت کې پرېښود او خپله دخوړوپه پيدا کولو پسې ولاړ، چې پدې مهال يوطبيب هم په شاتوپسې ځنګل ته راغی. هلته ديوې ونې لاندې يو يږ وليد، چې دمرستې غوښتنه يې کوله. دطبيب زړه په يږ وسوځېد او دهغه دپښې درملنه يې وکړه. خرس له طبيب نه دمننې ترڅنګ وپوښتل، چې په ځنګل کې يې څه غوښتل. طبيب دشاتو ورته وويل. يږ هغه خپل کورته بوتللو او يوه اندازه شات يې ورکړل. پدې وخت کې پړانګ، چې دهوسۍ په ښکار پسې راوتلی و، دښکاريانوپه جال کې کښېوت او جال ونې ته کش کړای شو.  | | | يږونې ته دشاتودمچيوځالې پسې خوت چې لاندې راولوېد اوپښه سخته ژوبله شوه. | . پړانګ په چيغوپيل وکړ، چې يږ يې په بيړه ځان مرستې ته راورساوه خوپړانګ ګمان وکړ، چې خپل غچ به ترې اخلي. يږ دلرګي يوه ستره کونده پيدا او دهغې په مرسته ونې ته پورته اوپړانګ يې وژغوره. پړانګ په خپلو کړوډېرپښېمان او هوډ يې وکړ، چې نوربه هيڅکله خپل انډيوالان په بده ورځ يوازې نه پرېږدي. |