BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:36 گرينويچ 2011 ,04 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: د طاووس بڼکې

دطاووس بڼکې
طاووس په خپلو کړو ډېرپښېمانه و، له کارغه اوقاز نه يې بښنه وغوښتله.
ديوه سيندترڅنګ په يوه ښکلي ځنګل کې له نورو الوتونکوسره يو طاووس ، کارغه او قاز هم ژوند کاو، خو طاووس په خپلو ښکلوبڼکوډېرمغرور و.

يوه ورځ طاووس له قاز سره د مېوو دخوړلو په نيت ووتل. طاووس له خپلو اوږدوبڼکوسره نشوای کولای مېوه وشلولې، قاز ورسره مرسته کوله.

وروسته له مېوې خوړلو دسيند په لور روان شول، چې په لار کې کارغه پرمخه ورغی. طاووس کارغه بدشکله وباله اوپرهغه يې ملنډې پيل کړې.

قاز هڅه وکړه، چې طاووس له دې کارنه منع کړي ، خو هغه يې خبروته پاملرنه ونه کړه، چې په پايله کې قاز او کارغه دواړه ترې خواشيني شول.

يوه شپه طاووس ډېروږی اودخوړودپيداکولو په نيت له خپل کورنه ووت، چې دلارې په اوږدوکې اېږ پرمخه ورغی اوطاووس په چيغوپيل وکړ.

قاز او کارغه داسې مهال دطاووس مرستې ته ورسېدل، چې هغه بې هوښه پرځمکه پروت اوبڼکې يې ټولې تويې شوې وې.

دواړو طاووس خپل کورته ولېږداوه اوله خپلو بڼکو يې ورته جامې جوړې او ورواغوستلې .

سهار طاووس بياهم دسيند په لور ولاړ او په اوبوکې يې دخپل ځان په ليدوبيا په چيغوپيل وکړ، چې ښکلې بڼکې يې ولې نشته.

دطاووس بڼکې
طاووس پخپل ښايست مغرور او په کارغه يې ملنډې وهلې، چې بدشکله دی.

کارغه اوقاز بياځانونه ورورسول او دتېرې شپې ټوله کيسه يې هغه ته وکړه. طاووس پخپلو کړو ډېرپښېمان او له دواړويې بښنه وغوښتله.

ترهغې شيبې وروسته طاووس، قاز،کارغه له نورو الوتکونکږ سره يوځای کرځېدل او خوشاله ژوند يې پيل کړ.

له پېښو ډک سفرد ژوند کيسې
له پېښو ډک سفر
د اختر مېلهد ژوند کيسې
د اختر مېله
ګلنارهد ژوند کيسې
ګلنار
د بري رازد ژوندکيسې
د بري راز
سره غرمهد ژوند کيسې
سره غرمه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>