 | | | داسد او صادقې په پرورشګاه کې زړه په تنګ او له هغه ځايه يې دتېښتې هڅه وکړه. |
کله چې اسد او صادقه دسړيوتښتوونکوله منګولو وژغورل شول،داچې دخپل کورپه پته نه پوهېدل، پوليسو هغوی دپوليسو حوزې ته بوتلل. په حوزه کې دهغوی زړه په تنګ او دشپې پر مهال يې دتېښتې هڅه وکړه، خود حوزې په انګړکې دواړه په يوه کنده کې پرېوتل. له دواړو دبېرته ستنېدو لار ورکه شوه. پدې وخت کې يې دپوليسو غږ واورېد. پوليسو هغوی له کندې راواېستل اوپرورشګاه ته يې وسپارل. اسد او صادقې پخپل مور اوپلار پسې ډېر ژړل. دپرورشګاه مسوولينو زړه پرې وسو ځېد اودهغوی د ورک کېدا خبريې د راډيو له لارې خپور کړ.  |  اسد اوصادقه دتېښې پرمهال په يوه کنده کې پرېوتل، چې پوليسو وژغورل.  |
داسد او صادقې مور او پلار دخبرپه اورېدو په بيړه په هغوی پسې ولاړل. اسد اوصادقه دمور او پلارپه ليدو خوښ او بېرته دخپل کورپه لور روان شول. |