BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:38 گرينويچ 2011 ,17 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: فيل او هوسۍ

فيل او هوسۍ
هوسۍ به تل ونو، بوټو او ګلانوبېخونه داوبو لپاره کيندل اوفيل به اوبه راوړلې.
و نه و په يوځنګل کې د فيل بچی له هوسۍ ، کنري او بلبلې سره ګډ ژوند کاوه، چې تل به يې يوځای لوبې کولې اودټولو دځنګل بوټي او ګلان ډېر خوښېدل.

هوسۍ به ګلانواوبوټوداوبولپاره ځايونه جوړول، فيل به پخپل خرطوم کې اوبه راوړلې، بلبلې اوکنري به ورته ښکلې سندرې بوللې.

ورځې همداسې تېرېدې ، فيل ډېرغښتلې او په ځان مغرور شوی و، ګلانوته يې اوبه نه راوړلې. يوه دلوبو لپاره دخپلو انډيوالانوڅنګ ته ورغی.

هلته يې هغوی دګلانواوبوټودوچېدوله امله ډېرخواشيني وموندل. هغوی له فيل نه وغوښتل، چې لومړی دی ګلانوته اوبه ورکړي.

وروسته ، چې فيل ډېرغښتلی او په ځان مغرور شوی و، دخپلوانډيوالانو يې وغوښتل، چې لوبې ورسره وکړي.

هغوى له فيل نه وغوښتل چې لومړی دې ګلان اوبه کړي. فيل ته غوسه ورغله ګلان يې ترپښو لاندې کړل.

وروسته يې هغه ونه هم راوغورځوله، چې دبلبلې اوکنري ځاله پکې وه. بيادهوسۍ خواته ورغی اوترې ويې غوښتل، چې دځغاستې لوبه ورسره وکړي.

هوسۍ ورته دخپل ګړنديتوب وويل، چې دې خبرې فيل نورهم په غوسه اودخپل زور دښودلو په موخه يې يوه غټه ونه له بېخه راوويستله.

پدې وخت کې دونې يوې څانګې دفيل سترګه ټپي اوهغه پرځای پرېووت. پدې توګه فيل يوازې پاتې شو. چې لږ روغ شو دخپلوانډيوالانوخواته ورغی.

فيل اوهوسۍ
فيل، هوسۍ کنري اوبلبلې په يوه ځنګل کې ګډ ژوندکاوه اودونو او ګلانو پالنه به يې کوله..

هغوی ټول ترې خواشيني وو، چې هم يې دکنري اوبلبلې ځاله ورانه کړې وه اوهم ګلان اوبوټي داوبو د نشتوالي له امله وچ شوي وو.

فيل په خپلو کړو ډېرپښېمانه او له هغوی يې بښنه وغوښتله ، ژمنه يې وکړه، چې تر دې وروسته بې ځايه کبر نه کوي او ترڅنګ يې ګلانواوبوټوته هم اوبه ورکړې، چې ټول بېرته تازه شول.

دطاووس بڼکېد ژوند کيسې
د طاووس بڼکې
له پېښو ډک سفرد ژوند کيسې
له پېښو ډک سفر
د اختر مېلهد ژوند کيسې
د اختر مېله
ګلنارهد ژوند کيسې
ګلنار
د بري رازد ژوندکيسې
د بري راز
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>