BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:01 گرينويچ 2011 ,16 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: دروند بار

دروند بار
ډاکتراحمدته لارښوونه وکړه، چې وروسته تردې له توان زيات وزن پورته نه کړي.
و نه و په يوه کلي کې د احمد ، عزت او جاويد په نومونو درې ورونو ژوند کاوه. احمد، چې ترنورو مشر و، په ځمکه کې کار کاوه خو عزت او جاويد ښوونځي ته تلل.

هغوی دواړو هم دښوونځي تر راتګ وروسته غوښتل په ځمکه کې کار وکړي، خو احمد به پرې درانه بارونه وړل.

عزت ته دپيازو ددرنو بوجيو دوړلوله کبله دملاله درد هم پيدا شوی و. يوه ورځ چې له ښوونځي نه راغلل، احمدبيادپټيو په لور واستول.

هغوی دپيازو بوجۍ کورته رالېږدولي، چې دلارې په اوږدکې ستړي اوديوې ونې لاندې کېناستل.

پدې وخت کې احمد هم راورسېد او دواړه يې و رټل، چې هسې ورځ تېروي. عزت دپيازو بوجۍ په شا او دکور په لور روان شو.

څوګامه وړاندې لا نه وو تللي، چې دعزت پښې ولړځېدې اوپرځمکه راپرېوت. احمد او جاويدهغه کورته ورساوه.

بله ورځ احمد دپيازو ډکه بوجۍ خره ته پورته کوله، چې په ملا کې يې درد پيدا او پر ځمکه راوغورځېد.

عزت احمد ډاکترته ورساوه. ډاکتر دهغه دملا درد ددروندبارد پورته کولوله کبله وګاڼه او دهغه دملا دمريو د نېږدې کېدويې وويل.

دروند بار
احمد په خره په يوازې ځان دروندپېټی باراوه، چې په ملاکې يې دردپيدا شو.

ډاکترهغه ددروند کارله کولو منع کړ، ځکه چې عمريې کم او هډوکي يې خام دي او کيدای شي، چې ټول عمر معيوب شي.

احمد ددې لپاره، چې په خپلووروڼويې هم درانه کارونه کول پښېماني وښودله او له هغوی يې بښنه وغوښتله.

جادويي نانځکهد ژوند کيسې
جادويي نانځکه
سياليد ژوند کيسې
سيالي
 سپين يږ د ژوند کيسې
سپين يږ
فيل او هوسۍد ژوند کيسې
فيل او هوسۍ
دطاووس بڼکېد ژوند کيسې
د طاووس بڼکې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>