 | | | يوه ورځ يوه ناآشنا سړي اسد په څپېړه وواهه اوبايسکل يې ترې وتښتاوه . |
احمد دښوونځي يو زده کوونکی و، چې کور يې له له ښوونځي نه ډېرليرې او پلار يې ښوونځي ته نېږدې بل کور په کرايه ونيو. کله، چې احمد نوي ټولګي ته ولاړ، داسدپه نامه يو هلک خپل ځان دټولګي استازی وپېژاند اوداحمد په سپکاوي يې پيل وکړ. احمد که هرڅو اسد له دې کارنه منع کاوه، خو هغه له خپل عادت څخه نه اوښت، ان تردې چې په رخصتۍ کې به يې احمدپه باسيکل باندې واهه. اسد خپل دا کار هره ورځ تکراراوه. يوه ورځ يې دومره په باسيکل باندې سخت وواهه، چې احمد ژوبل، له درس او ښوونځي نه زړه توری شو. دې کار داسد په زړه کې دخوښۍ څپې راوپارو لې او غوښتل يې، چې بياهم احمد وځوروي، چې يو نا اشنا سړي اسد په لار کې ودراوه. نااشنا سړي له اسد نه دکوم ځای پته وغوښتله، خواسد بې خبري وښودله. نااشنا سړي اسد په څپېړو وواهه اوباسيکل يې ترې وتښتاوه  | | | اسد به تل احمدپه خپل بايسکل ځوراوه، چې يوه ورځ يې ژوبل هم کړ. |
اسد ډېرې چيغې ووهلې ، خو هيڅوک يې مرستې ته حاضرنه شول. پدې وخت کې اسد ته احمد ورپه زړه شو، چې بې موجبه يې ځوراوه. هغه په بيړه داحمددوی کورته ولاړ او له هغه نه يې دخپل کړنو بښنه وغوښتله. وروسته له هغې ورځې اسد او احمد انډيوالان شول او دواړوبه يوځای درس وايه اولوبې به يې کولې. |