|
د ژوند کيسې: د ولدنګ کارۍ دکان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سليم هغه هلک و، چې د ولډنګ کارۍ په يوه دکان کې يې کار کاوه. يوه ورځ مخکې له دې، چې استاديې دکان ته راشي، هغه په کار پيل کړی و. دسليم استاد دهغه له کار سره دمينې روحيه وستايله اودکان داړتياوړموادو دراوړلو په موخه ښارته يې دخپل تګ خبره وکړه. استاد له تګ نه مخکې دجمشېدپه نامه يوبل هلک سليم ته وروپېژاند، چې ورسره يوځای کار وکړي. سليم په ځانګړي مهارت جمشېدته ډېرکارونه وسپارل اوهغه ته يې وويل، چې پدې ډول به ژر ټول کارونه زده کړي. ددې سربېره سليم جمشيدته داشټوپ روښا نول هم وښودل اوترې ويې غوښتل چې د غرمې لپاره خواړه هم تيارکړي او خپله له دکان نه ووت. جمشېد په اخلي پخلي نه پوهېده ، چې له کبله يې ونه توانېدغرمې ته څه تيار کړي. کله چې غرمه مهال سليم راغی، هغه ته په غوسه اوخپله کورته ولاړ. سليم له هغې ورځې وروسته هره غرمه کورته تللو او جمشېديې په دکان کې وږی پرېښوده اوکار يې هم پرې ډېراوه. بله ورځ هره ورځ سليم له جمشېدنه وغوښتل، چې دولډنګ له پاره ورته درنده وسپنه ورکړې، چې له کبله يې جمشېدبې هوښه شو. سليم هغه کورته ورساوه، چې پدې مهال يې استاد هم راورسېد. لږه شېبه وروسته جمشېدپه هوښ راغی. سليم اواستاد يې دواړه دکان ته ولاړل، چې نوي مالونه ځای پرځای کړي. سليم دوه ورځې پرله پسې کار وکړ، چې له امله يې ډېرستړی شو. سليم دډېرې لوږې له کبله نوردکارتوان نه درلوداو دېوال ته يې تکيه وکړه، چې استاد يې دډوډۍ خوړلوته وروباله.
پدې وخت کې سليم ته جمشېد ورپه زړه شو، چې ظلم يې پرې کاوه او په دکان کې يې په تش نس پرېښودلو. هغه دجمشېدټوله کيسه خپل استاد ته وکړه او په خپلو کړنو ېې پښېماني وښودله. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||