BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:39 گرينويچ 2011 ,19 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: " د دروغومزل لنډ دی"

بد عادت
درحيم خور، بنفشې له زلمي سره، چې ځان يې ناروغ وښود، دکرچۍپه رسولوکې مرسته وکړه..
په يوه کلي کې د زلمي او رحيم په نومونو دوو انډيوالانوژوند کاوه، چې هروخت به يې يوځای لوبې کولې، خو زلمي به درحيم په ځورونې خوند اخيست.

يوه ورځ دواړو دکاغذ باد دلوبې تماشا کوله، چې ناڅاپه رحيم په هغه کنده کې پرېوت، چې زلمي ورته کېندلی وه او پښه يې سخته ژوبله شوه.

زلمي او نورو ماشومانوپه رحيم پورې ډېر وخاندل. درحيم دوی ګاونډی هغه کورته ورساوه.

په بله ورځ، چې د رحيم پښه لاپوره نه وه جوړه ، له خپلې خور، بنفشې سره له کورنه دباندې ووت، زلمی يې له سودا نه له ډکه لاسي کراچۍ سره وليد.

کله چې دزلمي سترګې په رحيم ولګېدې، ځان يې ناروغ وښود اوپه نالښت يې پيل او له رحيم نه يې مرسته وغوښتله.

رحيم هغه هم په کراچۍ کې سپور اوله سوداسره يوځای يې دبنفشې په مرسته يې کراچۍ دزلمي دوی دکورپه لور روانه کړه.

څوګامه وړاندې زلمي له ليرې خپل پلار وليد، چې ددوی په لور را روان و. هغه په بيړه له کراچۍ ټوپ او کراچۍ يې له رحيم نه بېرته واخيستله.

رحيم پوه شو، چې زلمی روغ رمټ و. څو ورځې وروسته زلمی بيا په هماغه حالت له کورنه راووت.

زلمي ځان سخت ناروغ وښود اويل يې چې په کور کې يې څوک نشته ، رحيم دې روغتون ته دهغه په رسولو کې ورسره مرسته وکړي.

بدعادت
رحيم دلوبو پرمهال په هغه کنده کې پرېوت، چې زلمي ورته کيندلې وه اوپښه يې ژوبله شوه.
رحيم او بنفشې دزلمي ټولې خبرې دروغ وګنلې. زلمی اړشو، چې يوازې روغتون ته ولاړشي، خو په لاره کې بې هوښه اويوګاونډي روغتون ته ولېږداوه.

څو ورځې وروسته، رحيم ترې دهغه دروغتيا وپوښتل، خو زلمي ورسره سمې خبرې ونه کړې، او ويل، چې ولې يې ورسره مرسته ونکړه.

رحيم د زلمي سره دمرستې نه کولو لامل دهغه د دروغ ويلو عادت وښود. زلمي ژمنه وکړه، چې بيا به دروغ نه وايي اوټولو په ګډه لوبې پيل کړې.

ګلدوزيدژوند کيسې
ګلدوزي
د ولدنګ کارۍ دکاندژوند کيسې
د ولدنګ کارۍ دکان
پټه لوبه د ژوند کيسې
پټه لوبه
 د اسد بايسکلد ژوند کيسې
د اسد بايسکل
دروند بارد ژوند کيسې
دروند بار
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>