 | | | شهزادګۍ دنيلوفر ګلدوزي شوی کميس خوښ اوهغه يې ددربار ګلدوزه وټاکله. |
په پخوا زمانو کې دنيلوفر او نرګس په نومونو دوو خورلڼوژوند کاوه، چې تل به يې ځای لوبې کولې، خو کله به چې له کار او لوبو وزګارې شوې، خامک دوزي به يې کوله. نيلوفر هيله درلودله، چې دخپلې مور په څېر تکړه خامک کوونکې شي، خو نرګس ته دنيلوفر خبرې ټوکې ښکارېدې اوپه هغې به يې ملنډې وهلې. دنرګس به چې کله، ډمس په ستن کې اچول، پاتې به يې غورځول، خو نرګس دډمس له کوچنيو تارونو هم ګټه اخيستله.. يوه ورځ، چې دواړه په ګنډلو بوختې وې په کوڅه کې د جارچي غږ واورېدل شو. جارچي ويل، دپاچا لورپه دريومياشتوکې ترټولوښکلی ګلدوزي کميس غواړي. جارچي وويل، دتر ټولو ښه ګلدوزي ګنډونکې به ددربار ګلدوزه شي. نرګس او نيلوفرهم دګلدوزانوپه لست کې خپل نومونه وليکل. نرګس او نيلوفر دواړو دکميسونوګلدوزي پيل کړه. يوه ورځ نرګس دنيلوفردوی کره ولاړه، هلته يې وليدل، چې نيلوفر دډمس له پاتې شونوکميس ګنډي. نرګس هغه له دې کارنه منع کړه او ورته يې وويل، چې پدې ټوټو نشي کولای سيالي وګټي، خو نيلوفر خپل کارته دوام ورکړ. نيلوفر دکميس ګلدوزي پای ته ورسوله، خو دنرګس ډمس خلاص اوپه هيڅ دکان کې يې ونه موندل، نيلوفر له خپل ډمس نه هغې ته ورکړل.  | | | نرګس دډمس ټوټې غورځولې خو نيلوفر به دډمس له هر راز ټوټوکار اخيست. |
ټاکلې ورځ راورسېدله. دپاچالور دکميسونو نندارې ته راغله ، چې دنرګس دکميس په ليدوتم شوه. نږدې و، چې نرګس له ډېرې خوښۍ چيغې ووهي، خو دپاچالور ترې ولاړه. دشهزادګۍ سترګې دنيلوفر په ګلدوزي شوي کميس ولګېدې. دهغې دنيلوفر کميس خوښ او له هغې نه يې دداسې ښکلي کار وپوښتل. نيلوفر دډمس له پاتې شووټوټونه دکار اخيستلو وويل. شهزادګۍ دهغې صرفه جويي وستايله اوهغه يې ددربار ګلدوزه وټاکله. |