BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:06 گرينويچ 2011 ,01 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوندکيسې: تور لوګی

تور لوګی
دښار وګړو تور او سورموټرله مينځه يوړل، نيالګي يې وکرل اوښاريې له کثافاتو ښه پاک کړ.
په يوه ښار کې يو مها ل دوو زړو موټرو، چې يوه يې سور او بل يې تور رنګ درلود، تګ راتګ کاوه، چې دواړو ډېرلوګي کول.

کله به ، چې ددوی لوګي هواته پورته شول، هلته به له بل هغه غټ لوګي سره يو ځای کېدل، چې دنوروموټروله لوګيوڅخه جوړ شوی و.

غټ لوګي د زړو موټرو له لوګيو نه وغوښتل، چې ټول سره لاسونه يوکړي، څو دانسانانو روغتيا زيانمه او سږي يې خراب کړي.

ټولولوګيوپه ګډه دښارپه يوه څنډه بريدوکړاودډېرو خلکو ژونديې له ګواښ سره مخ کړ.

کله، چې دښار دبلې څنډې خلکو دا حال وليد، راز، راز نيالګي يې کېنول، کوڅې يې پاکې او سړکونه يې پاخه کړل.

لوګي ونه توانېدل، چې دښار داسيمه ترخپلې ولکې لاندې راولې، هغوی داځل دښار پر هغې برخې بريد وکړ،چې توراوسور موټرپکې وو.

دهغې سيمې خلک ډېرژر په زکام، دستوني درد، ساه لنډۍ او ټوخي اخته شول. هغوی ټول اړ شول، چې ډاکتر او روغتون مراجعه وکړي.

څوورځې وروسته ددې ښاريو شمېراوسېدونکي دښارهغې څنډې ته ولاړل، چې خلک يې هيڅ نه ناروغه کېدل.

دوی دښار له اوسېدونکودهغوی دنه ناروغه کېدو لامل وپوښت. هغوی وويل، چې خپل چاپېريال يې پاک ساتلی، نيالګي يې کرلي اوزړې موټرې نلري.

تور لوګی
دتور او سور موټرلوګي له غټ تورلوګي سره لاس يواودښارپه يوه څنډه يې بريد وکړ.

کله چې دوی خپل ښارته بېرته ستانه شول، لومړی يې تور اوسور موټرله منځه يوړل اوبيا يې دښار صفايۍ ته ملا وتړله او هرلوري ته يې نيالګي اوګلان وکرل.

پدې توګه ټول ښارپاک،لوګي ورک اوتورغټ لوګی هم په ډېر بد حالت ورو، ورو په ورک کېدو شواوترهغې ورځې وروسته هيڅوک نه ناروغه کېده.

بې پروا هلکد ژوندکيسې
بې پروا هلک
بد عادتد ژوند کيسې
" د دروغومزل لنډ دی"
ګلدوزيدژوند کيسې
ګلدوزي
د ولدنګ کارۍ دکاندژوند کيسې
د ولدنګ کارۍ دکان
پټه لوبه د ژوند کيسې
پټه لوبه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>