 | | | عمر په ژمي کې دلوبوپرمهال نازکې جامې اغوستې وې، چې له امله يې سخت ناروغ شو. |
عمراو ملالۍ هغه خور او ورور وو، چې د وحيدپه نامه له يوه بل کليوال سره به يې ځای لوبې کولې. دعمر دوی دکاغذباد لوبه ډېره خوښېدله. دژمي په يوه سړه ورځ عمر دلوبولپاره دکلي ميدانۍ ته روان و، چې ملالۍ ترې وغوښتل، چې له تګ نه مخکې خپلې ګرمې جامې واغوندي. عمر يې خبره بابېزه وګڼله اولوبوته ولاړ. دلوبوپرځای کې يې وحيد وليد، چې تودې جامې، خولۍاو دستکښې يې اغوستې وې. هغوی دکاغذ باد لوبه پيل کړه، چې سوړ باد راولوت او دعمر کاغذباد يې هم له ځان سره يوړ. عمر دومره ساړو ونيو، چې خور يې هغه کورته ورساوه. کورته په رسېدوهغه ناروغ او دشپې تبې ونيو. مور يې ورته اوبه واېشولې اوداوبو بخارونه يې په عمر تنفس کړل. په بله ورځ دملالۍ دوی انا دهغوی کره راغله او دعمر په ليدويې دهغه دناروغۍ لامل وپوښت، چې ګلالۍ يې لامل په سړه هواکې لوبې وګاڼه. انايې ملالۍ او عمرته وړينې جورابې، جاکټونه او دستکشې راوړې وې اوترې ويې غوښتبل، چې په سړه کې دې يې و اغوندي.  | | | سوړ باد راولوت او دعمر کاغذباد يې هم له ځان سره يوړ. |
د عمر مور عمرته تاوده اوماچ پاخه او وريې کړل، چې ويې خوري. انا د اوماچوخوړل دټوخي او تبې لپاره ډېر ګټور وګڼل. اوزياته يې کړه، چې که چېرې يې دملالۍ خبره منلی وای نه به ناروغ کېده. عمر په خپلوکړنوپښېماني وښودله او ژمنه يې وکړه، چې تردې وروسته به په ژمي کې وړينې جامې اغوندي اودخپلې روغتيا ساتنه به کوي. |