BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:20 گرينويچ 2012 ,08 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوندکيسې: پټه بلا

ِپټه بلا
وليد دسګرټ څکولو دومره بې اشتها اوستړی کاوه، چې په سيالۍ کې پاتې راغی.
وليد او کريم هغه دوه هم صنفيان وو، چې يو وخت وليد د خپل ښوونځي دمنډو په سيالۍ کې لومړی مقام ګاټه، خو وروستی ځل، چې زيات شمېرکتونکو پکې ونډه درلودله،کريم ګټونکی شو.

وليدد کريم په بري ډېرخواشينی او له هغې ورځې وروسته يې لوبې نه کولې او ډوډۍ يې هم سمه نه خوړله، غاښونه يې ژېړاوخولې يې بدبوی پيدا کړ.

يوه ورځ په ټولګي کې دهارون په نامه دهغوی يو بل هم صنفي ترې دهغه دخواشينۍ لامل وپوښت، خو وليدڅه ونه ويل.

بله ورځ هارون دوی دکارپه مهال وليد، چې ډېرستړی او ساه يې بنده بنده کېدله. هارون ترې دهغه دستړيا لامل وپوښت، خو هغه پرې نه پوهېده.

پدې مهال دجنت ګل په نامه يوکليوال په خپل غوايي پسې ستړی ستومانه روان واو ويل يې چې دسګرټوڅکولوله امله ژر ستړی اوډوډۍ هم نشي خوړلی.

پدې وخت کې دوليدپه زړه کې هم تېره شوه،چې په سيالۍ کې دمنډو پرمهال يې دژر ستړي کېدواو ناکامۍلامل دهغه دسګرټ څکول وو.

ِپټه بلا
وليدبه تل په سياليوکې لومړی مقام ګاټه، خو وروستی ځل کريم دا مقام ترلاسه کړ.

وليد وويل، چې يوه ورځ يې دښوونځي پرلاريونيم څکولی سګرټ وموند اوهغه يې کش کړ، چې وروسته ترهغې په سګرټوروږدی شو.

وليد له خپلو انډيوالانوسره ژمنه وکړه، چې له همدې ورځې وروسته به نور سګرټ ونه څکوي اودښوونځي په ټولو سياليوکې به ونډه اخلي.

هغه بايسکل چې موټرشود ژوندکيسې
هغه بايسکل چې موټرشو
بدګمانه باښهد ژوند کيسې
بدګمانه باښه
لپريدژوندکيسې
ګلپري
ډالۍد ژوندکيسې
ډالۍ
تور لوګید ژوندکيسې
تور لوګی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>