 | | | يوه ورځ دسختې سيلۍ له کبله باښه دونې له يوه ښاخ سره ټکراووزر يې سخت ژوبل شو. |
کوتره ،هيلۍ او باښه هغه درې ملګري وو،چې هر وخت به يوځای ګرځېدل. هغوی يوه ورځ په خوړو پسې ولاړل خوڅه يې پيدا نه کړل. په پای کې دې پايلې ته ورسېدل، چې هريو دې بيل، بيل دځنګله يوې څنډې ته ولاړشي، هريوه چې خواړه پيدا کړل، نورو ته به خبر ورکوي. باښې او کوترې ډېره لټه وکړه، خوهيڅ يې پيدا نکړل اوبېرته ټاکل شوي ځای ته راغلل، دهيلۍ هيڅ څرک نه لګيد. باښې ګمان وکړ، چې هيلۍ به ځانله خواړه پيدا اوپه پټه به کور ته تللې وي، خو کوترې هيلۍ وفاداره وګڼله. شېبه وروسته هيلۍ پداسې حال کې کوتره اوباښه دځان لوري ته وروبلل، چې ډېر خواړه يې ټول او ټولوپه ګډه وخوړل او له ځانونوسره يې هم يوړل. څوورځي وروسته هيلۍ او باښه دکوترې کره ولاړې خو کوتره په کورکې نه وه. باښې وويل، چې کوتره په پټه په خوړوپسې تللې ده. کله، چې باښه او هيلۍ دځنګلې غاړې ته ولاړې، هلته يې کوتره دژړا په حالت کې وموندله، چې ويل يې باښه اوهيلۍ ترې ورک شوي وو. باښې دکوترې ژړا بانه وګڼله اوپه خپګان له هغوی دواړو نه جلا شوه. يوه ورځ ، چې سخته سيلۍ چلېدله، باښه په ښکارپسې ووتله.  | | | هيلۍ دکوترې او باښې لپاره دومره خواړه پيدا کړل، چې هم يې وخوړل او هم يې له ځان سره يوړل. |
لا خپلې موخې ته نه وه رسېدلې، چې ديوې ونې له ښاخ سره ترټکر، وزر يې سخت ژوبل، پرځمکه راپرېوتله او په ژړا يې پيل وکړ . په دې مهال هيلۍ اوکوتره دهغې مرستې ته راورسېدلاو هغه کورته ورسوله. باښې دخپلو بدګمانيو له امله بښنه او ژمنه يې وکړه، چې بيابه په چابدګمان نه کوي. |