اسد هغه کوچنی هلک و، چې پلار ته ډېرګران و او يوه ورځ يې هغه ته يونوی بايسکل راووړ، چې په باغچه او کوڅه کې به يې پرې چکر واهه. داسدملګري ، مختارد اسد بايسکل ډېرخوښ او له هغه نه يې وغوښتل، چې دچکر له پاره يې ده ته ورکړي. اسدددې له پاره، چې بايسکل يې خراب نشي هغه ته ورنه کړ.مختار ترې خپه اوبيا يې له اسد سره لوبې ونه کړې. ورځې همداسې تېرېدې، اسد غټېده خو بايسکل يې هماغه شان کوچنې پاتې کېده. يوه ورځ داسددماشومتوب ريکشا له بايسکل سره دزړه خواله کوله. ريکشا داسددماشومتوب وختونه غوره ګڼل، چې لوبې به يې ورسره کولې خو اوس دانګړ په يوه ګوټ کې پرته ده. داسدپلار هغه ته بل غټ بايسکل راوړ، چې اسديې په ليدوډېرخوښ اوله کوچني بايسکل نه يې خپل کشرورور،سليمان ته موټرک جوړ کړ.  | | | سليمان داسدپه لاس جوړشوی موټرک ډېرخوښ اوله هغه سره به يې لوبې کولې. |
دسليمان موټرک ډېرخوښ اوتل به يې له هغه سره لوبې کولې. کله چې مختار داسد له کارنه خبرشو، له هغه نه يې بښنه وغوښتله اوله هغې ورځې وروسته دواړو له زړو وسپنو دلوبوسامانونه جوړول او يوځای به يې لوبې کولې. |