BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:31 گرينويچ 2012 ,11 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوندکيسې: ما وژغورئ

ما وژغورئ!
حسين له يوه کليوال نه دژغورنې مرسته وغوښتله،کليوال هغه دمعتادينوپه روغتون کې بسترکړ.
يووخت ديوه کلي يوې شتمنې کورنۍ کره يوزوی وزېږېد، چې حسين نوم يې پرې کېښود. پلار يې هيله درلودله، چې له زوی نه يې غټ سړی جوړ او دخپلو خلکو خدمت وکړي

دحسين پلار مخکې له دې چې خپلې هيلې ته ورسيږي، ومړ.دحسين له پلارنه ډېر شته پاتې شول اوتره يې دهغوی دکورنۍ سرپرستي په غاړه واخيستله.

وروسته حسين د شېر اوببرک په نومونو داسې انډيوالان پيدا کړل، چې غوښتل يې په يوه اوبله بانه له حسين نه پيسې ووهي.ببرک سګرټ هم څکول.

هغه حسين هم په سګرټو روږدی کړ . دحسين اکا هم حسين ته دسګرټولپاره ډېرې پيسې ورکولې څو ژر مړ او ميراث يې ده ته پاتې شي.

يوه ورځ ببرک ، حسين له ځان سره خپل تره ته، چې چرسي و، بوتللو. دببرک اکا په حسين هم چرس وڅکول. دحسين حالت خراب او ببرک هغه کور ته ورساوه.

له هغې ورځې وروسته به حسين هره ورځ چرس څکول، چې يوه ورځ يې دپيسو دنشتوالي له کبله دمور ګاڼه هم غلا او له کورنه وتښتېد.

کلونه وروسته يوه کليوال په ډېر ناوړه حالت هغه ديوه پله لاندې دپوډريانوسره وموند. حسين له کليوال نه وغوښتل، چې له دې حالت نه يې وژغوري.

ما وژغورئ
حسين له ناپوهوانډيوالانوسره د ناستې پاستې له کبله په پوډرو اخته شو.

حسين ويل، چې پوډرورته ونه رسيږي، ټول بدن يې خارښت پيدا کوي. کليوال هغه دمعتادينوپه روغتون کې بستر او څو ورځې وروسته پوښتنې ته ورغی.

هغه يو څه ښه شوی و او هيله يې درلودله، چې دخپل پلار ځای ناستی شي.حسين ځوانانو ته لارښوونه وکړه، چې له بدو انډيوالانو ليرې وګرځي، څو دده په څېر له داسې ستونزوسره مخ نه شي.

الوتونکې پيشۍد ژوندکيسې
الوتونکې پيشۍ
ورکدژوندکيسې
ورک
د آزموينې پارچهد ژوند کيسې
دآزموينې پارچه
مهربانه چونګښه د ژوند کيسې
مهربانه چونګښه
ِپټه بلادژوندکيسې
پټه بلا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>