 | | | فريد يوه ورځ د لوبو دسيالۍ ليدوته بل کلي ته ولاړ اوله کورنۍ نه ورک شو. |
يو وخت په يوه کلي کې دفريد په نامه يوه هلک دخپلې خور، وحيدې او کورنۍ سره يوځای ژوند کاوه. فريد به تل له خپلو انډيوالانوسره لوبوته تللو. يوه ورځ يې مور دګاونډيانوکره له تګ نه مخکې فريدته وويل، چې له خپلې خور سره کورکې کېني اوپرته له اجازې چېرته ولاړ نه شي. دمور له تګ سره سم د فريدانډيوالان، طارق او اېمل راغلل او فريديې په داسې حال کې له ځان سره بوتللو، چې وحېدې هغه ته دمور خبره هم ورياده کړه. لږ ځنډ وروسته يې چې کله مور راغله، وحيدې ورته ټوله کيسه وکړه. ورځ تېره او تياره ماښام شو خود فريد پته ونه لګېدله. دفريد مور دهغه پلار خبر اوپلاريې له طارق نه دهغه په اړه وپوښتل. طارق په پوري کلي کې دسيالۍ ليدو ته له دوی سره دفريد تګ اوبېرته دنه راتلو وويل. پلاريې دشپې په تياره کې پورې کلي ته روان شو، چې په لارکې يې فريدپداسې حالت کې وليد، چې په تياره کې غورځېدلی او څوځايه ژوبل شوی و.  | | | دفريدپلارپه تياره ماښام کې لاټين واخيست او په فريدپسې بل کلي ته ولاړ. |
پلاريې هغه کورته راورساوه اودهغه درملنه يې وکړه. بله ورځ فريد غوښتل، چې دلرګيو دماتولو لپاره دګاونډي له کور نه تبر راوړي. له ګاونډي کره له تګ نه مخکې دمور خبره ور ياد او له پلار نه يې دګاونډی کره په تبر پسې دتلو اجازه واخيستله.پلاريې دفريد له دې کار نه ډېر خوښ او هغه يې وستايه. |