 | | | ليلاپه ټولګي کې دښوونکې ځواب سم ووايه اوهغې تشويق کړه. |
وږمه او نعيم هغه خور ا و ورور وو، چې په يوه کلي کې دخپلې کورنۍ سره اوسېدل او دواړو په يوه ټولګي کې زده کړې کولې. ښوونيز کال پای ته ورسيد، هغوی دآزموينې پارچه خپل پلارته ورکړه، خو يوه هم ښې نومرې نه وې ترلاسه کړې. پلاريې ورته وويل، راتلونکی کال چې هريوه ښې نومرې وګټلې ښه انعام به هم ترلاسه کړي. هغوی دواړه ډېر خوښ شول. بله ورځ وږمې نعيم ته وويل، چې دليلا خورلڼې ورور يې په پوهنتون کې سبق وايي، کيدای شي پدې ورځوکې، چې هغه هم رخصت دی، ورسره سبق ووايي. نعيم په ژمنيو رخصتيو کې له سبق ويلو سره مخالفت څرګند کړ، خو ليلا به تل خپل دنوي ټولګي سبقونه ويل. کله چې دنوي ټولګي درسونه پيل شول، يوه ورځ دهغوی ښوونکي له نعيم نه دتېر درس پوښتنه وکړه. نعيم دتېردرس ځواب ورنکړای شو،خو ليلا بې له ځنډه ځواب ورکړ او ښوونکي هغه تشويق کړه.  | | | وږمې دآزموينې پارچه ترلاسه کړه، چې د غوره نومروپه اخيستلو بريالۍ شوې وه. |
کله چې کلنۍ آزموينه راورسېده، وږمه په ډېره ښه درجه بريالۍ او پلار يې ورته يوه بکسه کتابچې او يوساعت ډالۍ کړ، خو نعيم بيا دتېرکال په څېرټېټې نومرې اخيستې وې. هغه له خپل پلار سره ژمنه وکړه، چې دا ژمی به خپل دنوي کال سبقونه زده کوي، څوپه نوي کال کې په لوړه درجه بری ترلاسه او دپلار لخوا انعام وګټي. |