 | | | کوچنۍ پيشو هڅه کوي، چې په ونه کې ناستې مرغۍ ښکار کړي. |
په يوه بڼ کې څو پيشو ګانو ژوند کاوه ، چې په دوی کې ترټولو کوچنۍ پيشو تر نورو ډېرښکار کول ښه اېسېده او هروخت به دډېرښکار په تکل کې وه. يوه ورځ کوچنۍ پيشو غوښتل، چې له ونې مرغۍ ښکار کړي، خو مخکې له دې، چې خپلې موخې ته ورسيږي، ټولې مرغۍ والوتي. پيشوډېره خواشينې شوه او هيله يې وکړه، کې کاشکې يې وزرې درلودلي. پدې مهال يې دخندا يو آواز واورېد. د آواز لرونکي ورته وويل ، چې جادوګر دی او دمنتر په ويلو پيشو وزرونه پيدا اوکوچنۍ پيشوپه ډېرې خوښۍ ونې ته په مرغانوپسې ورغله. په ياده ونه کې ناستې باښې او کارغانو پرې بريد وکړ او پيشويې له ونې لاندې راوغورځوله. دذاکر او طارق په نومونو هلکانو هغه ونيوله او دوزرونو ددرلودلو له کبله يې هغه الوتونکې پيشو وګڼله او خپلې خورته ذکيې ته يې ورکړه. هغوی نه پوهېدل،چې دابه پيشو وي ياکوم مارغه، له همدې امله يې په پنجره کې واچوله. ذکيې ورته ډوډۍ او اوبه راوړې خو پيشۍ ونه خوړې. يوه ړورځ دې پيشۍ د خپلې مورپه ليدو له هغې دمرستې غوښتنه وکړه، خو موريې ونه پېژندله، خو بله ورځ له ينجرې په تېښته بريالۍ شوه. کله، چې خپل کورته ولاړه، مورته ېې ټوله کيسه وکړه، خو موريې هغه له کورنه وشړله. پيشۍ بڼ ته په جادوګر پسې ولاړه .  | | | يو جادوګر وړې پيشوته وزرونه ورکړل، چې هغې بيا دمرغانوښکار ته ملاوتړله. |
هغې جادوګر ته وويل، چې دخپلې بې ځايه هيلې د درلودلو له کبله يې ان خپله کورنۍ له ځان سره نه پرېږدي. هغې له جادوګرې وغوښتل، چې بېرته يې خپل لومړني حالت ته واړوي. جادوګر له هغې بېرته وزرونه واخيستل او الوتونکې پيشو په خوښۍ له خپلې کورنۍ سره يو ځای شوه. |