BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:56 گرينويچ 2012 ,10 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: بد شکله شهزاده ( وروستۍ برخه)

بد شکله شهزاده
شهزاده وويل، چې له خلکو سره مينه او ښه ګوزاره انسان نېکمرغه کوي.
ليلا له خپل آس او سپي سره له ماڼۍ وتښتېده او ځنګله ته له رسېدو سره سمه دليوانو منګولوته ورولوېدله.

پدې وخت کې بدشکله شهزاده دليلا چېغې واورېدې او خپل ځان يې ور ورساوه. هغه له لېوانوسره په نښته کې ټپي خو ليلا يې وژغورله.

شهزاده ليلا بېرته له خپل ځان سره بوتلله اوليلايې دټپونودرملنه وکړه. يوه ورځ ليلا د بام له سره خپل کلی وليد او په خپل پلار پسې يې ډېروژړل.

بدشکله شهزاده هغې ته دتګ اجازه ورکړه، خو ليلا وعده وکړه، چې بېرته به راځي. دليلا پلارد خپلې لور په ليدوډېرخوښ شو.

ګل آغا، دليلادپلار ملګري له ليلاوپوښتل، چې په ځنګله کې کوم داړونکی ځناورپيدا شوی، خو ليلا وويل، چې دې هغه ليدلی اوداړونکی نه دی.

بله ورځ دکلي خلکو پرېکړه وکړه، چې دياد ځناورد وژنې په موخه ځنګل ته ولاړ شي. ليلا دهغوی مخنيوی کاوه خوچايې خبروته ارزښت ورنکړ.

ليلا دخلکو سره ځنګله ته ولاړه، چې بدشکله شهزاده دخلکو په ليدو وارخطا او دليلا لورته ورغی.

خلکو پدې ګومان، چې ځناورپه ليلابريدکوي، پرهغه يې ګوزار وکړ او سخت ټپي شو. پدې وخت کې له پورته نه يوه روښنايي د شهزاده په لور راغله.

بدشکله شهزاده
ديوې روښنايۍ په پايله کې بدشکله شهزاده بېرته په ښکلي شهزاده بدل شو.

پدې روښنايې سره بدشکله شهزاده بېرته په ښکلي شهزاده بدل او خپله ټوله کيسه يې خلکوته بيان کړه.

شهزاده وويل، پدې پوه شو، چې له خلکو سره مينه او ښه ګوزاره کول انسان دنېکمرغۍ په لور بيايي او له خلکو يې وغوښتل، چې ټول ورسره ملګري شي.

بدشکله شهزاده د ژوند کيسې
بدشکله شهزاده
دوې خويندېدژوندکيسې
دوې خويندې
دخځلو سطلد ژوندکيسې
دخځلو سطل
ما وژغورئ!د ژوندکيسې
ما وژغورئ
الوتونکې پيشۍد ژوندکيسې
الوتونکې پيشۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>