BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:53 گرينويچ 2012 ,03 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: بدشکله شهزاده (۱) برخه

بدرنگه شهزاده
ليلا خپل پلار دبدرنګه شهزاده له بند نه خلاص اوخپله دپلار پرځای په بنديخانه کې پرېوتله.
په پخوا وختونو کې يو ښايسته شهزاده په يوې ښکلې ماڼۍ کې اوسېده، چې په خپل ښاېست مغرورو اوهيڅوک يې نه خوښېدل ، له دې کبله دخلکو هم بد اېسېده.

دشهزاده له عادت نه يوه جادوګره خبره او دژمي په يوه سړه شپه دسوالګرې په جامه دشهزاده کره ولاړه اوله هغه يې ډوډۍ او داوسېدوځای وغوښت.

شهزاده هغه ورټله او له کورنه يې دوتلو ورته وويل، چې پدې وخت کې جادوګرې هغه په يوه بدشکله شهزاده بدل کړ.

شهزاده په غوسه وغوښتل، چې پرسوالګرې دتوري واروکړي، خوزوريې پر ونه رسېد، شهزاده په ژړا ترې وغوښتل، چې بېرته په ښکلي شهزاده بدل کړي.

جادوګرې ورته وويل، چې هرکله يې دهغې دجادو راز پيدا کړبېرته به په خپل رنګ بدل اودا به ترېنه ولاړه شي.

ماڼې ته نږدې د ادريس په نامه يوه طبيب دخپلې يو ازينې لور، ليلاسره ژوندکاوه، چې يوه ورځ طبيب ځنګله ته په دارويي بوټوپسې ولاړ.

طبيب چې کله ځنګله ته ورسېد سخت طوفان او د ليوانو غږونو دهغه آس وترهاوه اوکورته و تښتېد او طبيب لاندې يوې کندې ته وغورځېد.

هلته يې يوه دنګه ماڼۍ وليده او وردننه شو، چې په ماڼۍ کې خبرې کوونکوموږکانواو پېشوګانويې هک پک کړ.

موږکانواو پېشوګانو ورته وويل، چې دوی دشهزاده خدمتګاران دي، چې يوې جادوګرې پر دوی او شهزاده جادو کړی او پدې بڼه اوښتي دي.

بدرنګه شهزاده
شهزاده په خپل ښاېست ډېرمغرور و، چې يوې جادوګرې هغه په بدشکله شهزاده بدل کړ.

پدې وخت کې بدرنګه شهزاده راغی او طبيب يې ددې لپاره په يوه تياره خونه کې بندي کړ، چې ولې پرته له اجازې ماڼۍ ته ور داخل شوی و.

له بلې خواکله، چې آس کورته ورسېد، ليلا پوه شوه، چې پلار يې له کومې ستونزې سره مخ شوی ، هغه په بېړه پرهماغه آس ولاړه او ماڼۍ يې پيدا کړه.

ليلا دخپل پلار په ليدو خپه اوله بدشکله شهزاده يې وغوښتل، چې پلار يې طبيب او خلک ورته اړ دي، د پلار پرځای دې دا بندۍ کړي.

د ليلاپلار مخالفت وکړ، خو هغې پلارته قناعت ورکړ،چې دا کولای شي خپل ځان آزاد کړي.

بدرنګه شهزاده ليلا بندۍ او طبيب خپل کورته ستون شو. داچې نورڅه پېښيږي، دکيسې په راتلونکې برخه کې به پرې پوه شو.

دوې خويندېدژوندکيسې
دوې خويندې
دخځلو سطلد ژوندکيسې
دخځلو سطل
ما وژغورئ!د ژوندکيسې
ما وژغورئ
الوتونکې پيشۍد ژوندکيسې
الوتونکې پيشۍ
ورکدژوندکيسې
ورک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>