BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:09 گرينويچ 2012 ,23 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دژوندکيسې: دوې خويندې

دوې خويندې
حميدې له خپلې مورنه دجاموګنډل زده او خپلې نانځکې ته يې ښکلې جامې وګنډلې.
په يوه کلي کې دحسنی او حميدې په نومونو دوې خويندې اوسېدې، چې دبرېښنا په نوم له يوې خورلڼې سره به يې دنانځکو لوبې کولې.

يوه ورځ دحسنی خورلڼو دنانځکودلوبوپرمهال دحسنی په نانځکې ملنډې ووهلې، چې حسنې خپه او تر هغې وروسته بيا لوبوته نه تلله.

بله ورځ دحسنې پلار دجامواو توشکو لپاره رنګارنګ رختونه راوړل، چې دحسنی مور ترې دتوشکو پوښونه او خپلو لوڼوته کميسونه ترې ګنډل.

حسنی به دخپلې مور کارونو ته ډېره توجه کوله او په څو ورځوکې يې دکميس او توشکې پوښونه جوړول زده کړل.

هغې خپلې نانځکې ته ښکلې جامې او توشکې جوړې کړې. څو ورځې وروسته برېښنا دحميدې دوی کره ولاړه، چې حسنی پخلا کړي.

هغوی بيا دنانځکود واده مېله جوړه کړه، چې داځل دحسنی دنانځکې جامو او توشکې ټول ميدان وګاټه.

دوې خويندې
د حسنی دنانځکې جامودنانځکودواده په مېله کې لومړی مقام وګاټه.

برېښنا او حميده حيرانې شوې، چې حسنی څرنګه دنانځکې لپاره داسې ښکلې جامې جوړې کړې دي.

حسنی ورته خپله ټوله کيسه وکړه او له هغوی سره يې ژمنه وکړه، چې نانځکوته به يې تردې هم ښکلې جامې او توشکې جوړې کړي. دحسنی په خبرو ټولې خوښې او خپلو لوبوته يې دوام ورکړ.

دخځلو سطلد ژوندکيسې
دخځلو سطل
ما وژغورئ!د ژوندکيسې
ما وژغورئ
الوتونکې پيشۍد ژوندکيسې
الوتونکې پيشۍ
ورکدژوندکيسې
ورک
د آزموينې پارچهد ژوند کيسې
دآزموينې پارچه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>