|
د ژوندکيسې: دڅارويونړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يو مهال ديوې ليرې پرتې سيمې ديوه کلي يوه اوسېدونکي خپل څاروي دهغو غرونو لمنوته دڅرلپاره شړل، چې په هغې غرونوکې بېلابېلو ځناورو هم ژوند کاوه. يو پسرلی دوو مېږو، سپينې او تورې دوه بچي وزېږول، چې دبچيو تر لږ غټېدو وروسته يې خاوندهغه مېږې کورته ولېږدولې. يادو مېږو دتګ پرمهال خپلو بچيو، تور کي او سپينکي ته لارښوونه وکړه، چې پخپلو منځو کې بې اتفاقي ونکړي او خپله ولاړې. څه موده وروسته دنېږدې سيمو واښه خلاص شول. تور او سپين د ترڅنګ غونډۍ لمنوته ولاړل، چې هلته يې يو څه واښه وخوړل. دليوه بچي، ژېړک او د زمري بچي ، شينوګي دسپينکی او تور کي په ليدلو له شينوګي وغوښتل، چې په ګډه په وريو بريد وکړي. شينو ورسره ونه منله ، چې پدې خبره ژېړک ترې خپه او انډيوالي يې وسره بس کړه. ژېرګ وپتېيله ، چې راتلونکې ورځ به يوازې په وريو بريد کوي. په سباچې کله وري دغونډۍ لمنې ته ورسېدل، شينوګی يې څنګ ته ورغی او دانډيوالۍ وړانديز يې ورته وکړ. وريو په خپله سيمه کې دوښو دنشتوالي ورته وويل. شينوګي ترې وغوښتل، چې دهغوی دکور خواته ورسره ولاړ شي، چې هلته ښه ډېر واښه شته دی. سپينکي له شينوګی سره له تګ نه ډډه وکړه، هغه توره کی هم له تګ نه منع کړ، خوتوره کي يې خبره ونه منله او له شينوګي سره روان شو. له يوڅه مزل وروسته دواړه دغره سرته ورسېدل. شينوګي پلان درلود، چې توره کی دکمره له سر نه لاندې وغورځوي او دشپې لخوا يې له مورسره يوځای وخوري.
شينوګي له توره کي نه وغوښتل، چې دکمره سرته پورته شي او له هغه ځايه له وښو ډکې سيمې وګوري. کله چې توره کی دکمر سرته وخوت، شينوګي هغه ټېل واهه، چې لاندې ژورې کندې ته وغورځېد. دکيسې لومړۍ برخه همدومره وه، ددې په پاتې برخه کې به پوه شو، چې په توره کي ته نورڅه پېښيږي اوسپينکی به يوازې څه کوي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||