 | | | تېز باران او باد ونکړای شو، چې دکوچني هلک له لاسه ډوډۍ په زور واخلي. |
يو وخت باد ، خوب او باران هر يو خپل ځان تر بل غښتلی باله. په پای کې يې پرېکړه وکړه، چې هريوبه خپل غښتلتوب مالوموي. هغوی په لاره يوماشوم وليد، چې ډوډۍ ورسره وه. باران وړانديزوکړ، چې غښتلی به ددې ماشوم له لاسه ډوډۍ واخلي. لومړی باد په ډېرشدت دماشوم لورته ولاړ، خو ماشوم ډوډۍ په خپل ټټر پورې کلکه ونيوله او بادپه خپل آزماېښت کې بريالی نشو. په دويم ګام کې باران په خپل ټول توان په اورېدلو پيل وکړ، چې ماشوم ديوې ونې لاندې پټ او ډوډۍ له ځان سره خوندي کړه. په پای کې خوب له هلک نه دډوډۍ اخيستلو ته ملا وتړله. باد او باران په خوب ملنډې ووهلې، چې خوب هم پرې هيڅ هم کولای نشي.  | | | له باران نه دخونديتوب په موخه هلک ديوې ونې لاندې پټ شو. |
خوب ورو، ورو دماشوم لورته ورغی اوپه ډېرې مهربانۍ يې دللو، للو ترانه پيل، ماشوم آرام ويده او خوب ترې ډوډۍ واخيستله. باد او باران دخوب دې کار ته ډېرحيران شول. هغوی پوه شول، هغه کار چې په نرمه ژبه او مهربانۍ ترسره کيدای شي، هلته زور نه شي بريالی کيدای. |