 | | | دسپوږمۍ پلار دخاطرې پلار ته وويل، چې دواده لپاره دهلک په غوره کولو کې دنجلۍ خوښه اړينه ده. |
يووخت په يوه کلي کې دخاطرې، مينې اوسپوږمۍ په نومونودرېيوخورلڼوژوندکاوه، چې يوه ورځ خاطره په ژړا راغله او ويل، چې پلاريې دهغې دواده کولو هوډ لري. سپوږمۍ اومينه دخاطرې دوی کره ولاړې او دهغې له پلار نه يې وغوښتل، چې خاطره واده نکړي، ځکه کيدای شي دشکريې اوسليمې په څېرليونۍ شي.. شکريه او سليمه يې کورنۍ په ماشومتوب کې واده او دکورپه کارونودنه پوهېدنې له امله دواړه په رواني ناروغيو اخته شوې وې. د خاطرې پلار دهلک کورنۍ ډېره پيسه داره وګڼله اوويې چې ددې په واده کولو سره به ددوی ژوندهم ښه شي.. سپوږمۍپه ډېرخپګان کورته ولاړه، پلاريې، چې يو ديني عالم و، دهغې دخپګان لامل وپوښت. سپوږمۍ ورته دخاطرې کيسه وکړه. دسپوږمۍ پلار دخاطرې دوی کره ولاړ اودهغې پلار ته يې دوړکتوب دواده زيانونه بيان کړل. هغه داسلام دسپېڅلي دين دلارښوونوپه رڼاکې د هلک په غوره کولو کې دنجلۍ خوښه اړينه وبلله.  | | | د خاطرې خورلڼۍ په کوچنيتوب دواده کولو له امله په اروايي ناروغۍ اخته شوې وې. |
بله ورځ سپوږمۍ خاطره په داسې حال کې وليدله، چې له ډېرې خوښۍ نه په جاموکې نا ځاېيدله. هغې دخپلې خوښۍ لامل په کوچنيوالي کې دهغې دواده کولوله هوډ نه دهغې دپلار تېرېدل ياد کړل او دواړه ولاړې چې په مينه هم زېری وکړي. |