 | | | دسپينکي او توره کي په چيغوښکرورې وزې راورسېدې او ژيړکي ته يې ښه وهل وکړل. |
په تېره برخه کې تردې ځايه راورسېدوچې شينوګي توره کې له ګړنګ نه لاندې وغورځاوه. پدې وخت کې سخته سيلۍ راوالوتله. دشينوګي سترګې له خاورو دوړو ډکې شوې وې او لاريې نه ليدله. هغه خپلې مورې ته نارې کړې، چې راشي او توره کی په شريکه وخوري. له نيکه مرغه توره کی ژوندی و او دشينوګي دخبرو په اورېدو توره کی وتښتېد او خبره يې په پنډغالي کې له نورو وريو او سرکښ سره شريکه کړه. سرکښ ورته لارښوونه وکړه، چې وروسته تردې به ټول وري يوځاي څري اوبې اتفاقي به نه کوي. هلته شينوګی، چې سترګې نه شوای غړولی يوازې ناست و، چې پدې وخت کې ژېړک ورسره مخ او دهغه سترګې يې ورپاکې کړې. ژېړ ک هغه ورټه، چې ولې يې وري ونه خوړل اوپرېکړه يې وکړه، چې راتلونکې ورځ به په وريو بريد کوي.  | | | ژېړک پرېکړه وکړه، چې راتلونکې ورځ به وريو بريد کوي. |
بله ورځ کله، چې وري ټاکلي ځای ته دڅر لپاره ورسېدل، ژېړک په توره کي بريدوکړ، چې سپينکي اوتوره کي په زوره نارې ووهلې. پدې وخت کې ښکرورو وزو او نورو وريوپه ژېړک بريد وکړ او هغه يې ښه وواهه، چې په پای کې ژېړک په تېښته بريالی او پوه شو، چې وريوپخپلو منځوکې لاس يوکړی او دچا زور پرې نه رسيږي. |