 | | | چاغکۍ په هواره ځمکه او برګۍ په مايله ځمکه ګازرې وکرلې، چې دچاغکۍ ځمکې ښه حاصل ورکړ. |
په يوه ځنګله کې د چاغکۍ او برګۍ په نومونو دوه سويانو ژوند کاوه. يو وخت په ځنګله کې وچکالي راغله او دواړې حيرانې وې، چې څه به خوري. وروسته له ډېرو سوچونودې پا يلې ته ورسېدې، چې ګازرې به کري. برګۍ ددې کار لپاره مايله ځمکه او چاغکي هواره هغه غوره کړه. چاغکي وويل، چې مايله ځمکه ښه حاصل نه ورکوي، ځکه چې اوبه کول يې ستونزمن دي، خو برګۍ يې خبره بابېزه وګڼله او دواړو ګازرې وکرلې. کله، چې دحاصل وخت راورسېد، دچاغکۍ پټي ښه ډېرحاصل ورکړی و، خود برګۍ په پټي کې وه، يوه دانه ګازره ترسترګو کېدله.  | | | چاغکۍ له مشرانوسره مشوره کوله، چې په پايله کې يې ځمکې ښه حاصل ورکړ. |
برګۍ ډېره خواشينې شوه، چې ولې يې پټي ښه حاصل نه دی ورکړی. چاغکۍ ورته وويل، چې هغې له مشرانوسره په مشوره خپل کارونه کول. برګۍ په خپل کار ډېره پښېمانه او هوډ يې وکړ، چې وروسته تردې به دا هم ټول کارونه په مشوره مخ ته وړي. |